دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 134005
د اروپا اتحادیی هیوادونه د مهاجرانو د تقسیم پر سر توافق ته نه دی رسیدلی

د اروپا د اتحادیی د داخلی وزیران د جمعی په ورځ وویل چی هغوی پر دی توافق باندی چی مهاجران پر هیوادو باندی څنګه وویښل سی، فاصله لری.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره د آلمان د رادیو په نقل سره، د اروپا اتحادیی هیوادونه د سپتامبر په میاشت کی په تیر کال(۲۰۱۵) کی توافق ته ورسیدل چی تقریبآ ۱۶۰ زره کسان د ایتالیا او یونان څخه په خپل منځ کی وویښی خو دا طرحه همدا اوس د مشکل سره مخ دی.
توماس دیمیزیر، د آلمان دداخلی وزیر په بروکسل کی وویل: تر اوسه ډیر غیری توافقونه ددی موضوع په سر کی وجود لری.
هغه په ادامه کی وویل: د اروپا داتحادیی هر غړی باید د افغان غږ خبری آژانسرګانو مشخصه برخه قبول کړی. برعلاوه پردی باید په مختلفو روشو سره خپل همبستګی شکاره کړی.
ایتالیا او یونان د اروپا د اتحادیی دوه اصلی غړی دی چی مهاجران او پناه اخیستونکی لومړی هلته داخلیږی. ایتالیا پر انعطاف باندی همبستګی اصطلاح په مخسره نیسی؛ دا په داسی حال کی دی چی نور هیوادونه د پناه اخیستونکی د قبلولو پرځای، ددا هیواد سره مالی مرسته مخته کوی.
انجلینو الفانو په یو تویتری پیغام کی په دی اړه وویل: تر دی مخکی چی پر انعطاف باندی همبستګی وی، یو سخت مخصره دی.
د جاری کال د جنوری د میاشتی څخه تر اوسه پوری تقریبآ ۱۶۷ زره خپل مهاجران د ایتالیا سواحلو ته رسولی دی. دا شمیری د ټولو مهاجرینو څخه دی چی په ټول تیر ال کی ایتالیا ته راغلی دی.
هنګری او سلواکیا ددی نه مخکی خپل مخالفت د مهاجرانو د ویشلو په اړه اعلام کړی وو. د توافق څخه وروسته چی د تیر کال د سپتمبر څخه تر اوسه ۷۵۰۰ کسه د ایتالیا او یونان څخه د اروپا د اتحادیی په هیوادو کی ورته ځای ورکول سوی دی. دا کسان غالبآ د سوریی، عراق او ایریتره څخه وو. د نوی مهاجرینو او پنااخیستونکو د مسکنو طرحه قرار دی چی د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر کی مکمل سی.

https://avapress.com/vdciu5azwt1apu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته