په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي، غلامحسین دهقاني ویلي دي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو ملاتړ کوي ځکه د افغانستان امنیت د سیمې لپاره مهم دی. ښاغلي دهقاني د یکشنبې بر ورځ د ملګرو ملتونو په ناسته کې ویلي دي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي. ده همداراز له نړیوالو غوښتنه کړې ده چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي تر څو دا هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بریالی شي. دهقاني دافغانستان، ایران او هند ترمنځ د چابهار بندر هوکړه مهم بللې ده. ده وړاندې ویلي:«تېرو کلونو کې ترهګریزو ډلو افغانستان کې ورانکاري کړنې ترسره کړې دي. زموږ خلک او ایران دا بریدونه په سخته غندي، پا ځانګړې توګه د خلکو پر ټولیو برید چې په پایله کې یې ډېر شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.» ده زیاته کړه چې داعش، طالبان او دې ته ورته نورې ترهګرې ډلې د خپلو بریدونو سره نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي. په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي زیاته کړې ده چې هېواد یې تل د داعش ډلې له فعالت څخه اندېښنه درلوده او که حالت داسې دوام وکړي، نو داعش او نورې ډلې به په افغانستان کې ځای ونیسي. دهقاني څرګنده کړې ده:«د تېر په څېر سیمهييزې همکارۍ په لومړيتوب کې دي تر څو په سیمه مې ټیکاو رامنځته کړو. په تېرو کلونو کې ایران په افغانستان کې سلګونه میلیونه ډالره په پراختیايي پروژو کې لګولي دي. دا پروژې په بنسټيزو، روزنې، بشري سرچینو او په ځانګړې توګه د زدهکړو بورسیې وې.» ده زیاته کړه:«تېر کال مو ۳۸۶زره افغان زدهکوونکي د ایران ښوونځیو ته ومنل شول. او همداراز د روغتیا په برخه کې موږ هر کال سلګونه زره افغانانو ته خدمتونه وړاندې کوو. په یو شمېر سیمو کې دا شمېر له ایرانیانو زیات دی.» دهقاني همداراز په افغانستان کې د کوکنارو له کرکېلې هم اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې دا ښکارنده تل د سیمې هېوادونو لپاره خطر ده. او د نشهيي توکو موضوع دایران او د ایران خلکو لپاره جدي موضوع ده.