دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۲۵
د مطلب کود : 134153
له ارګ سره خبرې اترې روانې دي
اجرائیه ریاست له ولسمشر سره د نظامي او ملکي برخو د کارکوونکو د ګمارلو او همدارنګه د سموَنو د راوستو په اړه د خبرو اتر خبر ورکوي. د اجرائیه ریاست ویاند وایي چې د ملي یووالی حکومت د مشرانو ترمنځ د شوي هوکړې د نه عملي کیدو په برخه کې اجرائیه ریاست ګرم ندي.
د اختلافاتو له رامنځته کیدو وروسته، ولسمشر او اجرائیه رئیس پنځه ځله د اختلافاتو د هوارۍ په اړه سره کتلي دي، د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي سیاسي او پوځي بدلونونه د ملي یووالي حکومت د هوکړې په پلي کیدو کې د ځنډ لامل ګڼي. ښاغلی رحیمي زیاتوي:«په جدي توګه خبرې اترې روانې د ي او له ځنډ وروسته موږ یې څارو څنګه چې ښايي له وخت څخه استفاده نه ده شوې. هغه ژمنې چې مخکې باید پلې شوې وی، نه دي پلې شوي.» ولسمشرۍ ماڼۍ د حکومت مشرانو ترمنځ اختلافونه نه مني خو سیاسي کارپوهان وايي چې د اختلافونو هواري په تړاو کومه نښه نه لیدل کيږي. د زمري په میاشت کې اجرائيه رئیس، عبدالله عبدالله وویل چې ولسمشر غني هېواد مهمو مسایلو په اړه د خبرو وخت نلري او د ولسمشر یو شمېر پرېکړې یې ناسمې وبللې. له دې اختلافونو کابو درې میاشتې کېږی، سیاسي کاروپوهان وايي چې دا اختلافونه په هېواد کې د نا امنیو لامل شوي دي. اسحاق ګېلاني په دې اړه وايي:«هغه وخت یوې نندارې ته اړتیا وه چې ارګ داسې ونه پتیې چې د عبدالله ملګرو هغه یوازې پرېښی دی.» د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د ملي یووالي پر حکومت د خپلو ژمنو د عملي کولو له امله نیوکه کوي او وايي دغه مشران د ستونزو پړه پر یو بل وراچوي. محمدطاهر یرغل څرګندوي:«دا له توپانه مخکې چوپتیا ده. دوی باید یو قانوني حکومت رامنځته کړي.» د هېواد د سیاسي مشرانو ترمنځ پر اختلافاتو تل د کورنیو او بهرنیو ادارو لخوا نیوکې شوې دي، ډېری په دې باور دي چې د دغو اختلافاتو دوام به هېواد له ناورین سره مخامخ کړي.
https://avapress.com/vdccp0qs12bq1s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته