دخپریدو نیټه :جمعه ۵ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 134268
اجرایی رئیس د ځینو کوچنیانو سره د خپل کار په دفتر کی ولیدل
ډاکټر عبدالله عبدالله اجرایی رییس د کوچنیانو د نړیوالی ورځی په مناسبت د کوچنیانو سره په سپین ماڼی کی ولیدل او هغوی سره په نوازش او شفقت سره رفتار وکړ.

ښاغلی عبدالله په دی برنامه کی وویل: د افغانستان پر کوچنیانو باندی سرمایه ګزاری د افغانستان پر امنیت او راتلونکی باندی سرمایه ګزاری دی.
په شروع کی آغلی خاطره یوسفی د افغانستان د د ښځو د معاف او شګوفایی انجمن رئیسه د اجرایی رئیس څخه د قدردانی په کولو سره وویل: د اجرایی ریاست د نن ورځی همکاری د خیابانی کوچنیانو د مشکلاتو د حل لپاره هیله مند کوی تر څو هغوی لپاره په راتلونکی کی د آموزش لپاره زمینی ورته برابری سی.
آغلی یوسفی په ادامه کی د ښاغلی عبدالله څخه وغوښتل چی د خیابانی کوچنیانو لپاره یو مسلکی او آموزش مرکز رامنځته کړی چی په هغه مرکز کی کوچنیان د زده کړی برعلاوه، مسلکی کارونه او حرفه ای کارونه رامنځته کړی او همدارنګه په راتلونکی کی د خپلو کورنیو لپاره هوساینه سی.
په دی برنامه کی یوکوچنی انجلی د مرسل جلال په نامه وویل: خپله پلاستیک ټولوی او ورور یی لیړی لری، په دی طریقی سره خپل ژوند تیروی.
هغه وویل چی علاقه لری، درس ووایی. یو کوچنی هلک د امید په نامه د اجرایی رئیس څخه وغوښتل چی دهغه لپاره د درس ویلو زمینه برابره کړی ترڅو په راتلونکی کی انجینر سی. په نهایت کی ټول کوچنیان په یو ډله ییز توګه د اجرایی رییس څخه قلم او کتاب، کار او کور او دسولی او امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړ.
ډاکټر عبدالله عبدالله د هیواد اجرایی رییس د خوشحالی په شکاره کولو سره د کوچنیانو څخه وویل: خیابانی کوچنیان په افغانستان کی سخت شرایط تیروی او هغوی د سولی او امنیت، درس او ښه راتلونکی او د ډوډی او کالی هیله لری چی د انسان د ضروری غوښتنو څخه بلل کیږی. په دی برخه کی حکومت تلاش کوی چی د خیابانی کوچنیانو مشکلات د امکان تر حده حل کړی.
هغه په آخر کی د کار او اجتماعی چارو وزارت، معارف وزارت، صحت عامی وزارت او د ښځو د چارو وزارت ته هدایت وکړ چی د خیابانی کوچنیانو د مشکلاتو دحل لپاره یو طرحه جوړه کړی او عملی کړی.
د یادونی وړ دی چی داجرایی ریاست له طرفه دا خیابانی کوچنیانو ته په دی برنامه کی د مرستی بستی ورکړل سو عبدالله هدایت ورکړ چی هغه کوچنیان چی د مریضی سره مخ دی؛ د تداوی او مراقبت لاندی ونیول سی.

https://avapress.com/vdcjmxevouqet8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته