کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رییس جمهور کتنه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر سره

5 قوس 1395 ساعت 11:33

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر یرلن ایدریسوف او ورسره مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

په پيل کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد د جمهوررئیس نورسلطان نظربایوف سلامونه او نیکې هیلې جمهوررئیس غني ته وړاندې کړې او له افغانستان څخه یې په دې خاطر چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې يې د قزاقستان د غیر دایمي غړیتوب څخه ملاتړ کړی دی، مننه وکړه.

جمهوررئیس غني د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملګرو ملتونوسازمان په امنیت شورا کې د دغه هېواد د منل کېدو او د ډسامبر د ۷ مې چې د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځ ده د رارسېدو له امله مبارکي ورکړه.

همدارنګه دواړو غاړو سیمه کې په زیربنايي موضوعاتو لکه د اوسپنې پټلۍ پرغځولو، ټرانزیټ، د بشري سرچینو په وده او له اقتصادي فرصتونو څخه د موثرې ګټې اخېستو او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې پر سیمه‌ییزه همکارۍ خبرې وکړې.

همدارنګه دواړو غاړو ټینګار وکړ چې په یادو برخو کې همکاري باید په داسې ډول وي چې د سیمې هېوادونه د اوسپنې پټلۍ له لارې جنوبي آسیا سره وتړل شي او د زیربناوو په جوړېدو او پياوړتیا سره د برېښنا لېږد هم اسانه شي.

په دغه کتنه کې جمهوررئیس غني او د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د اقتصادي مناسباتو د پراخولو په برخه کې د افغانستان پر محوري نقش او د سیمه‌ییزو فرصتونو څخه پر اغیزناکې استفادې ټینګار وکړ.

د قزاقستان پلاوي څرګنده کړه چې ټاکل شوې ده، هېواد یې د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې د تعزیراتو د کمېټې ریاست په غاړه واخلي چې په دغه برخه کې افغانستان سره همکاریو ته چمتو دی.

د مطلب کود: 134274

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/134274/د-رییس-جمهور-کتنه-قزاقستان-بهرنیو-چارو-وزیر-سره

آوا
https://www.avapress.com