دخپریدو نیټه :شنبه ۶ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۵۹
د مطلب کود : 134350
په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو له پراخیتا څخه د قزاقستان اندېښنه
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر یرلن ادرېسُف چې له افغان چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته سفر کړی د جمعې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې د داعش ډلې په نامه ترهګرې ډلې فعالیتونو پراختیا ته په اشارې سره وویل چې دغه ډله په هڅه کې ده ترڅو په سیمه کې د پښو ځای پیدا کړي او اړتیا ده ترڅو د سیمې هېوادونه له داعش سره په کلکه مبارزه وکړي.
دغه قزاقي ډیپلوماټ وايي چې له دې وروسته د افغانستان امنیت ته پاملرنه د هغوی په لومړیتوبونو کې ځای لري. هغه وویل چې د دغې ډلې غړي په افغانستان کې د زیاتېدو په حال کې دي له همدې امله نړیوال د دغې ډلې د له منځه وړلو لپاره باید له کابل سره مرسته وکړي. د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر یرلن ادرېسُف زیاته کړه:« هېڅ هېواد نه‎شي کولای په یوازې توګه له دغه ګواښ سره مبارزه وکړي. موږ باید هڅې همغږي کړو، خپل سیاسي مسایل یوې خواته پرېږدو او د یو موټي ځواک په توګه له دغه نړیوال ګواښ سره مبارزه وکړو.» ښاغلی ادریسُف وايي چې قزاقستان هڅه کوي د افغانستان امنیت ته د نړۍ پام راوګرځوي. ښاغلي ادرېسُف څرګنده کړه:« زه د ولسمشر لخوا له دغه پیغام سره کابل ته راغلی یم چې د افغانستان امنیت او پرمختګ زموږ د لومړي توبونو په لړ کې دي. د امنیت په شورا کې زموږ غړي توب، نه یوازې د قزاقستان بلکې د سیمې غړیتوب دی.» د قزاقستان دا لوړ پوړی دیپلومات په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو له ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او دا مسئله یې د ملي یوالي حکومت له مشرانو سره هم شریکه کړې ده. ټاکل شوې د راتلونکي کال له جنورۍ میاشتې د دوه کلونو لپاره قزاقستان د ملګرو ملتونو سازمان غړی هېواد وي، خو په دې شورا کې د یاد هېواد غړي توب به د افغانستان لپاره څه ګټه وکړي؟ د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزي په دې اړه څرګنده کړه:«هغو حالاتو چې یوشمېر قزاقي وګړي یې له ترهګرو سره یوځای کېدو ته لېوالتیا پیدا کړې،دا کولای شي چې قزاقستان اړ کړي چې دې خوا ته هم لېواله شي،یعنې د خپل د امنیت د ټينګښت لپاره. ځکه چې د افغانستان امنیت د دې سربېره چې د نړۍ پر امنیت هم اغېزه لري،په سوېلي او مرکزي اسیا باندې هم په نېغه اغېزه لري.» د پوځي چارو کارپوه میرزامحمد یارمند وايي:«د افغان نوي نسل څخه د داعش د جلب او جذب په ډېر ګړنیتوب سره روان دی،پر دې بنسټ له هغه نظر سره چې حکومت او نړیواله ټولنه یې لري،قزاقستان،قیرغزستان،تاجیکستان،ازبیکستان، په ټول کې منځۍ اسیا تر روسیې،چین، هند او پاکستانه پورې باید دغه ګواښ ته ډېر جدي وي.» که څه هم چې قزاقستان له افغانستان سره ګډه پوله نه لري خو په دوه ګاونډیو هېوادونو ازبیکستان او ترکمنستان کې د ترهګرو له نفوذه اندېښنه لري.
https://avapress.com/vdcbsab8grhbffp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته