دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 134438
په ننګرهار ولایت کي ۱۰۰۰امونیم ناتیریت کشف شول
د کورنیو چارو وزارت وای، په دې ولایت کې د کابو ۱۰۰۰کیلوګرامه چاودېدونکو توکو له کش او ضبطه شول.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی دي، چې دا اندازه «امونیم نایتریت» ډوله کیمیاوي مواد په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو. په خبرپانه کي راغي دي، چې دا مواد د ننګرهار ولایت پولې ته نېږدې د تورخم په بندر کې نیول شوي دي. د دې پېښې په تړاو د موټر چلوونکی چې د پاکستان اصلي اوسېدونکی دی، هم نیول شوی.
https://avapress.com/vdcip5azvt1ap52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته