کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس غني ته، د ترکمنستان جمهوررئیس افتخاري دوکتورا ورکړه

8 قوس 1395 ساعت 17:39

د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ته  افتخاري دوکتورا ورکړه.


د ترکمنستان د نفت او ګازو په بین المللي پوهنتون کې نن له غرمې مخکې په دغه مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د دغه هېواد یو شمېر چارواکو او د یاد پوهنتون استادانو او محصلانو حضور درلود، لومړی د نوموړي پوهنتون رئیس د هېواد جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، زیاته یې کړه، دغه پوهنتون کې ستاسو حضور زموږ لپاره ویاړ دی او دا علم او پوهې ته ستاسو د درناوي ښودنه کوي.  د نفت او ګازو د بین المللي پوهنتون رئیس وویل، د افغانستان جمهوررئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو او مناسباتو په پياوړتیا او پراخولو کې مهمه ونډه لري او د سولې او ثبات د تامین په موخه یې د هغه هڅې وستایلې. هغه، ګډونوالو ته د جمهوررئیس غني تحصیلي بیوګرافي ولوسته او د جمهوررئیس اقتصادي پروګرامونه یې په اقتصادي حوزه کې ګټور وبلل. د عشق آباد د نفت او ګازو د بین المللي پوهنتون رئیس وویل، د جمهوررئیس غني اقتصادي طرحو د افغانستان راتلونکي لپاره ښه بنسټ ايښی دی. د یاد پوهنتون رئیس څرګنده کړه، د ترکمنستان جمهوررئیس په بېلابېلو برخو کې د جمهوررئیس غني د پرله پسې هڅو په ځانګړي ډول د سیمه‌ییزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې هغه ته د افتخاري دوکتورا ډګري منظور کړې ده. جمهوررئیس غني ته افتخاري دوکتورا د ورکړې فرمان د  ترکمنستان د علومو اکاډمۍ د رئیس له خوا ولوستل شو او په رسمي توګه هغه ته ورکړل شوه.   ورپسې جمهوررئیس محمداشرف غني په داسې حال کې چې د دغه پوهنتون استادانو او محصلانو حضور درلود وینا وکړه او د ترکمنستان جمهوررئیس څخه یې د افغانستان د خلکو په استازیتوب  له دې امله مننه وکړه چې د دغه هېواد د نفتو او ګازو د بین المللي پوهنتون افتخاري دکتورا یې ورکړه. جمهوررئیس وویل،  د دواړو هېوادونو ترمنځ پایداره دوستي زموږ د سیاست مهم او دوامداره اهداف جوړوي او له ترکمنستان سره د دوستۍ په خاطر هر افغان خوښي څرګندوي. هغه د ترکمنستان د خلکو بریالیتوب د افغانستان بریالیتوب وباله. د هېواد جمهوررئیس یو ځل بیا د په بریالیتوب سره د "پایداره ترانسپورټ بین المللی کنفرانس" د جوړولو او د دغه هېواد د دولت او خلکو د تودې میلمپالنې په خاطر د ترکمنستان جمهوررئیس څخه مننه وکړه. جمهوررئیس څرګنده کړه: په دوو تېرو کلونو کې ترکمنستان د ترانسپورټ د طرحو د پلي کولو په برخه کې نړيواله رهبري په غاړه اخېستې ده، د عشق آباد له اعلامیې وروسته یې په چټکۍ حرکت کړی دی چې دغه تحرک د ستاینې وړ دی. جمهوررئیس غني زیاته کړه:  د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي، که له ما وروسته هر څوک مشر وي دا اړیکې به همداسې ټینګې وي او شاته تګ به نه کوي. جمهوررئیس د ترکمنستان دنفتو او ګازو بین المللي پوهنتون محصلانو او استادانو ته په خطاب کې وویل: تاسې هغه نسل یاست چې په ډېر لږ وخت کې نړۍ سره وصل شوي یاست، تاسې هر یو به ستر رهبران شئ. هغه زیاته کړه، تاسې د نن ورځ محصلان به د راتلونکي ترکمنستان سرچینې مدیریت کوئ. هغه وویل، کوم بنسټ چې نن ورځ ستاسې هېواد کې اېښودل شوی دی، تاسې ته په راتلونکې کې ښه فرصتونه رامنځته کوي او ستاسو په اوږ ستر مسوولیت ږدي. د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، ترکمنستان د سیمې په څلور لارې بدل شوی دی چې دا یو نیک ګام دی او د ترکمنستان طبیعي زیرمې کولی شي چې د ښه والي په خاطر د دغه هېواد راتلونکي نسل بدل کړي. جمهوررئیس د ترکمنستان له دولت او خلکو څخه چې په دغه هېواد کې يې د افغان محصلانو ته مناسب چاپيریال رامنځته کړی دی  او افغان محصلانو ته ځانګړي پاملرنه لري، مننه وکړه. جمهوررئیس غني وویل، د ترکمنستان جمهوررئیس سره زما اړیکې د ګټو او اړیکو په ژور درک ولاړې دي او زیاته یې کړه: کله چې مې لومړی ځل ترکمنستان ته سفر درلود، د جمهوررئیس بردي محمدوف نظریات مې مطالعه کړل هغه د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې له ستر نظر او لیدلوري برخمن دی. هغه د ټاپي پروژې اهمیت ته په اشارې وویل، دا یوازې یوه پروژه نه بلکې یوه مفکوره ده چې د سیمې هېوادونه به سره وتړي چې له دغې پروژې سره به هم مهاله د دغه هېواد ۵۰۰ولټه برېښنا هم د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدول شي. جمهوررئیس غني ترکمنستان د سیمې لپاره د رڼايي سرچینه وګڼله  او د انرژۍ د دغې پروژې د پلې کېدو له لارې یې د سیمې تړل کېدل د دغه هېوادونو د خلکو د سوکالۍ او دوامداره همکارۍ لامل وباله.  جمهوررئیس غني، له دغو مراسمو وروسته د عشق آباد د المپیک ښارګوټی څخه چې ټاکل شوې ده راتلونکی کال به د اسیايي المپیک سیالیو د جوړیدو کوربه وي لیدنه وکړه. د دغه هېواد د المپیک ښارګوټې د بېلابېلو برخو د لیدنې پرمهال اړوندو مسوولانو په نږدې راتلونکي کې د اسیايي المپیک ورزشي سیالیو د ترسره کېدو د ځایونو او ددغه لوبو د ښو ترسره کېدو په هکله جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته معلومات ورکړل. د المپیک ښارګوټي مسوولانو وویل، د اسیايي المپیک لوبې چې راتلونکي کال به عشق آباد کې ترسره کېږي د افغانستان د بېلابېلو ورزشي څانګو ټیمونه به په کې برخه اخلي. د هېواد جمهوررئیس د اسیايي المپیک سیالیو د ترسره کېدو لپاره د لازمو اسانتیاوو، هڅو او پاملرنې په خاطر هغوی وستایل او په دغه برخه کې یې د کاري بهیر د لا ښه والي په خاطر هغوی ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه. د دې په دوام د هېواد جمهوررئیس په هغه پروګرام کې چې د ده او ورسره پلاوي لپاره د سیمه ییز ترانسپورټ او انرژۍ فابریکو د جوړولو په خاطر جوړ شوی و، ګډون وکړ. په دغه پروګرام کې، د اړوندو څانګو مسوولانو د انرژۍ فابریکو د تاسیساتو، زیربناوو او همدارنګه د سیمې هېوادونو سره د ترکمنستان د ترانسپورټي بندرونو د اهمیت په اړه معلومات ورکړل. هغوی د قیر، نفت او ګازو فابریکو، د تولید ظرفیت، کورنی مصرف او د سیمې هېوادونو ته د انرژۍ  صادرات مهمې ځانګړې تشریح کړې. هغوی زیاته کړه، د ترکمنستان د انرژۍ تولید به په نړيوالو سټنډردونو ترسره کېږي او په دې برخه کې به له معتبرو بین المللي برانډونو ګټه اخېستل کېږي. پروګروام سمبالوونکو وویل، د انرژۍ د جذب په برخه کې د مناسبو بازارونو د جذب لپاره ځانګړې پاملرنه شوې ده او په تازه ګام کې يې د افغانستان په مزارشریف ښار کې یو ترمینل جوړ کړی دی چې ژر به ګټې اخېستو ته چمتو شي، دغه ترمینل په یو وخت کې د ۵۴۰ټنه ګازو د ساتلو ظرفیت لري. دغه برخه کې یې زیاته کړه چې یاد ترمینل کولای شي د افغانستان شرکتونو لپاره لا زیات امکانات او اسانتیاوې برابري کړي. هغوی د قیر د تولید په اړه وویل، په دې برخه کې ترکمنستان هرکال په نړيوال سټنډرډ برابر د ۳۰۰زره ټنه قیر د تولید ظرفیت لري چې د کورني مصرف ترڅنګ د سیمې هېوادونو ته د صادرلو ظرفیت هم موجود دی. جمهوررئیس غني وویل، افغانستان علاقه لري چې په دغه ډګر کې د پانګونې لارې چارې ولټوي. هغه د هېواد د ترانسپورټ او فواید عامې وزیرانو ته لارښوونه وکړه چې په دغه برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ لارې چارې تعقیب او ولټوي. په دغه پروګرام کې د اوبو او ځمکني ترانسپورټ د خدمتونو د وړاندې کولو په ځانګړي ډول لوژستیک، د حمل او نقل،  صادراتو او وارداتو ظرفیت په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل. دغه معلوماتو کې د حمل او نقل کارګوګانو سټنډرکولو معلومات هم شامل و چې ویل کېږي په بین لمللي سټنډردونو رامنځته شوي دي. همدرانګه زیاته شوه، چې د ترکمن باشي د اوبو بندرونو د سیمې هېوادونو د سوداګریزو مالونو د وارداتو او صادراتو لپاره مناسب فرصتونه رامنځته کړي دي.  


د مطلب کود: 134446

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/134446/جمهوررئیس-غني-ته-د-ترکمنستان-افتخاري-دوکتورا-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com