دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 134458
په ننګرهار ولایت کې د ۳۷ داعش وسله‎والو وژل کېدل
د ننګرهار ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې دې ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو او د بهرنیو ځواکونو بې‎پیلوټه الوتکې د بریدونو له امله ۳۷ د داعش ډلې غړي وژل شوي دي.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی : دا چارواکي زیاتوي چې په دې عملیاتو کې درې نور وسله‎وال ټپیان شوي هم دي. د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیانی وايي چې له دې ډلې ۳۰ تنه د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې وژل شوي. دی وړاندې وايي، په دې عملیاتو کې د مفتاح‎الدین په نامه د داعش ډلې یو قاضي هم وژل شوی دی. د والي ویاند زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې ملکي کسانو او افغان سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی. د ننګرهار امنیتي چارواکي هم وايي چې د هسکه‎مېنې ولسوالي کې د امریکايي ځواکونو بې‎پیلوټه الوتکې د برید له امله ۷داعش وسله‎وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي. دې چارواکو د ترسره شوي برید په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
https://avapress.com/vdcamyn6a49ney1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته