دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۵۹
د مطلب کود : 134811
جمهوررئیس غني د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د هند د پنجاب ایالت امرتسر ښار کې ”د اسیا زړه – استانبول پروسه“ شپږم کنفرانس په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران تر منځ د اقتصادي همکاریو او اړیکو د لا پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر تروریزم او افراطیت د سیمې د هېوادونو لپاره ګډ خطر وباله او زیاته یې کړه، افغانستان له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او ایران په دې برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی.
جمهور رئیس غني وویل، د اقتصاد او سوداګرۍ د ودې په خاطر دې دچابهار د تاسیساتو د جوړولو چارې چټکې او عملي شي. هغه زیاته کړه، د ایران او افغانستان د پلاویو د بېلابېلو سفرونو پر مهال د چابهار په ګډون د نورو شویو ژمنو د عملي کولو لپاره دې دوه اړخیز ګډ پلاوی وټاکل شي، تر څو د شویو ژمنو د عملي کولو په لارو چارو بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي محمد جواد ظریف وویل، راتلونکې میاشت به د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي او په بېلابېلو برخو کې د ایران او افغانستان د پلاویو د ژمنو د ترسره کولو د عملي لارو په اړه به له افغان پلاوي سره بحث وکړي.
محمد اشرف غني د افغانستان او ایران تاریخي اړیکو او مناسباتو ته په اشارې وویل، د دغو دواړو هېوادونو همکاري او ښه مناسبات د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره ګټور دي.
ارګ-ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcdfo0ffyt0sj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته