د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۶ وسلهوالو وژل شوي دي.
د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ۱۶وسلهوالو وژل کېدل
16 قوس 1395 ساعت 18:10
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۶ وسلهوالو وژل شوي دي.
د آوا دخبرګزاری له مخی : دا عملیات د هېواد پکتیا په برمل، څمکنیو، د نورستان په دوآب،د ارزګان ولایت په خاص ارزګان او د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
په دې عملیاتو کې ۹ تنه وسلهوال ټپیان شوي هم دي.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې د افغان ځواکونو دې عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلي او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
خبرپاڼې د عملیاتو څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
د مطلب کود: 134860