دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۵۱
د مطلب کود : 134993
د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
په پيل کې د مالیې وزیر او د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معینې ترکمنستان او هند ته د جمهوررئیس د وروستیو سفرونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
کابینې ترکمنستان کې د ترانسپورټ نړيوال کنفرانس او په هند کې د اسیا زړه شپږم کنفرانس کې د ګډون په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس د سفرونو د پایلو د تائید ترڅنګ په اسیازړه کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس د موقف هراړخیز ملاتړ وکړ او دا ډول موقف یې د افغانستان د ثبات لپاره موثر وباله.
د مالیې وزیر په مالیاتو کې د اختلافي مواردو په اړه د مالیې وزارت، د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ او د امریکا متحدوایالتونو د سفارت ګډه طرحه غونډې ته وړاندې کړه او څرګنده یې کړه چې د مالیاتو اختلافي موارد، لکه د انتفاعي معاملاتو مالیه، پرعایداتو مالیه، د کارکوونکو موضوعي مالیه، عواید، خدمتونه او استوګنه، د بیمې حق موضوعی مالیه، د سهم د ګټو موضوعي مالیه او یادو مالیاتو پورې د اړوندو جرایمو مالیات چې مالیې وزارت، په کابل کې د امریکا متحدوایالتونو سفارت او د غوڅ ماموریت تخنیکي او کاري ګروپ له هره اړخه ارزولي دي، مشخصو وړاندیزونو سره د تصمیم نیولو په خاطر د کابینې غونډې ته وړاندې کړل.
کابینې، د قراردادونو (اصلي او فرعي) د مالیاتي معافیتونو په اړه د مالیې وزارت، د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ او د امریکامتحدوایالتونو د سفارت ګډه طرحه چې د ۲۰۱۳د می د ۲۸مې د (۲۰۲) شمېره موافقت نامې او د ۲۰۰۲د جنورۍ د ۴مې تخنیکي او نظامي موافقت نامه(MTA) چې د ۲۰۰۲کال څخه یې د ۲۰۱۴تر پایه فعالیت درلود، تصویب کړه، د مالیې وزارت یې موظف کړ چې له سیستکا (CSTCA) څخه د دولت د وارداتو حساب ته د پیسو په انتقال کې د کورنیو چارو وزارت د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲د اعاشوي پورونو د ورکړې په برخه کې د ملي بودجې له لارې اقدام وکړي.
د مالیې وزیر د (CBR) پروګرام د پلې کېدو د پرمختګ په اړه د ۱۳۹۵مالي کال د درېیمې ربعې غونډې ته راپور وړاندې کړ، په ځینو وزارتونو او دولتي ادارو کې په دې برخه کې ځینې پرمختګونه مشخص او د دغه پروګرام لپاره یې د رهبرۍ رامنځته کولو یادونه وکړه وې ویل: تر دې مهاله دغه برخه کې ۳۵ادارو ته (۳۰۲۸) بستونه تخصیص شوي چې ۸۰سلنه دغه سرچینې په ۱۰ادارو متمرکزې دي. همدارنګه ۱۵۰۰بستونه اعلان شوي دي، په ادارو کې د ۱۳۵۰بستونو د استخدام په موخه د ۱۳۹۵کال تر پایه ژمنه شته او د استخدام شمېر تر دې مهاله ۵۹۰ بستونو ته رسېدلی دی.
هغه د اصلاحاتو پر ځای استخدام ته زیاته پاملرنه، د بې اعتمادۍ فضا او په ځینو وزارتونو کې د استخدام د پروسې ناسم تطبیق، د ملکي خدمتونو شکایتونو ته د رسیدګۍ په بورډ کې شکایتونو ته د رسېدنې پروسې اوږدوالی او د استخدام د دوسیو نامنظم والی د دغه پروګرام پر وړاندې مهمې ننګونې وبللې.
کابینې له هراړخیز بحث وروسته، مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې د اصلاحاتو فارمټ په څرګنده توګه طرحه او همدارنګه هغه پنځه وزارتونه چې په دغه برخه کې يې پرمختګ کړی دی او هغه وزارتونه چې د CBR پروګرام په پلې کېدو کې وروسته پاتې دي د هغوی د کار پایلې په کره توګه تحلیل او وارزوي، د هغوی د وروسته پاتې والي علتونه مشخص او د دغې پروسې د ښه والی لپاره د اداري اصلاحاتوعالي شورا ته جامع طرحه وړاندې کړي. د مالیې وزیر د نړيوال بانک د شاخصونو د پلې کېدو څرنګوالی چې له مخې يې د افغانستان دولت تشویقي وجوه ترلاسه کوي هم غونډې ته مطرح کړل، زیاته یې کړه، که چېرته دغه شاخصونه پلي نشي، دولت هره میاشت ژمنه شوی تشویقي رقم له لاسه ورکوي.
هغه همدارنګه د ځمکو قانون، د استملاک قانون د نهايي کېدو، د محافظت ادارې او د ګمرکونو د خاصو تنفیذي عملیاتو، (HR - Reforms) د بشپړېدو او د تقاعد ریفورم هغه شاخصونه وبلل چې که نهايي نشي د افغانستان دولت به لا زیات تشویقي رقم یا وجوه له لاسه ورکړي.
کابینې، له هراړخیز بحث وروسته د مالیې وزارت د نړیوال بانک د شاخصونو د پلې کېدو طرحه تائید کړه او د چارو عمومي اداره یې موظفه کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په مشرۍ اړوندو ارګانونو سره د استملاک، اراضي، ښاروالیو، ښارجوړولو چارو قوانینو باندې د بحث لپاره غونډه جوړه او د عدلیې وزارت پر عایداتو د مالیاتو قانون د پړاوونو د بشپړولو په برخه کې اقدام وکړي.
ارګ-ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdceoe8zxjh8xoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته