د
افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی :
د مالیې وزارت وايي چې دغه مرسته د هېوادوالو د اړتیاوو پر بنسټ د راتلونکي کال د ملي بودیجې په چوکاټ کې د کلیو د اړتیاوو پر بنسټ به ولګول شي.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې حکومت د نړیوالې ټولنې د مرستو د جلبولو لپاره، ژمنه شوې پیسې په رڼه او سمه توګه ولګوي.
دغه کارپوهان زیاتوي کهچېرې حکومت د یوه روښانه تګلارې په چوکاټ کې،د نړیوالې ټولنې مرستې په روښانه توګه ونه لګوي،دغه کار به د دغه هېواد مرستې کمې کړي.
د افغانستان د بیارغونې صندوق د افغان حکومت د بودیجې په چوکاټ کې د بېلابېلو پروژو د تمویل لپاره یو مالي صندوق دی.دغه صندوق په ۲۰۰۲ زیږدیر کال کې د ۳۴ مرسته کوونکو له خوا رامنځته شو او تراوسه د دغه صندوق له لارې په افغانستان کې په مېلیونونه ډالره لګول شوي دي چې تر ټولو ستر مرسته کوونکی یې نړیوال بانک دی.