دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۲۱
د مطلب کود : 135022
غني:د دارالامان ماڼۍ به په موزیم او مېلمستون بدله شي
د افغان غږ خبری آژانس آژانس له مخی : ولسمشر غني د دارلامان ماڼۍ د بیارغونې دویمه برخه پرانیسته.ښاغلي غني چې نن یې د دارالامان له ماڼۍ څخه لیدنه وکړه،وویل چې دغه ماڼۍ به له بیارغونې څخه وروسته په موزیم او مېلمستون بدله شي.
ولسمشر غني او د هغه میرمن، ښاري پراختیا وزیر او د ښاري پراختیا د شورا نورو مسؤولین د دارالامان ماڼۍ ته تللي وو.
ښاغلي غني د دې ماڼۍ د بیارغونې له لومړیو کارونو خوښي څرګندوي او د دارالامان ماڼۍ بیارغونه د افغانستان د تاریخ د یوې برخې ژوندي ساتل بولي.
ولسمشر غني وویل:«د عیدګاه جومات د بیارغونې شاهد به هم وئ.دغه جومات هغه ځای وه چې د افغانستان ملي اتل غازي شاه امان‎الله،د افغانستان خپلواکي له هغه ځای څخه اعلان کړ. زموږ هېواد ډېر اتلان لري،خو امان‎الله ځانګړی ځای لري،د عیدګاه جومات او د شاه‎ امان‎الله دغه ماڼۍ تاریخي ارزښت لري.»
ښاغلي غني زیاته کړه:«یو هېواد له خپل کلتور څخه پرته ژوند نه‎شي کولای.راتلوونکی نسل باید له تېر مهال سره اړیکه پیدا کړي او تېر تاریخ او کلتور لمس کړي او د ځان یې وبولي.»
په همدې حال کې د ښار جوړونې وزیر سعادت منصور نادري،د دغه ماڼۍ په اصلي بڼه بیارغونې ټينګار کوي او وايي چې د دغې ماڼۍ د بیارغونې کار د ۱۰۰ انجیرانو له‎خوا چې ۲۵ سلنه یې مېرمنې دي پای ته به ورسېږي.
ښاغلي نادري زیاته کړه:«یوه بهرني شرکت د دغو برجونو د پاکونې د کار لګښت یو مېلیون ډالره اټکل کړی وه،خو مسؤولین توانېدلي دي چې د ۹۷۰ مېلیونو ډالرو له سپما سره دغه کار پای ته ورسوي.»
دارالامان ماڼۍ له ۱۳۰۴ تر ۱۳۰۶ هجري لمریز کال پورې د امان الله خان د سلطنت پرمهال جوړه شوه.
خو کابو دوه کاله یې ترې کار واخیست او سطنت یې وپرځېد. د دغې ماڼۍ یوه برخه د شهنواز تڼي د کودتا پرمهال چې هغه وخت د ملي دفاع وزارت و ورانه شوه او وروسته په اویایمه هجري لمریزه لسیزه کې په کورنیو جګړو کې ډېر وران شو.
خو اوس د لومړي ځل لپاره دغه ماڼۍ له ۱۶ تر ۲۰ مېلیون ډالرو په لګښت له درېیو تر پنځو کلونو کې د افغان انجینرانو لخوا بیارغول کېږي.
https://avapress.com/vdcirwazrt1apu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته