دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۰۴
د مطلب کود : 135073
د ۱۲ پاکستانیو وسلوالو په ګډون ۲۶ تنه مخالفین ووژل شول
دهلمند چارواکی ویلی دي، ددی ولایت امنیتي اودفاعي ځواکونو د قهرمیوند«1» په نوم تصفیوي عملیاتو کې د یو طالب قومندان په ګډون ۲۶ تنه وسلوال مخالفین وژلي دي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د هلمند د والي مطبوعاتي دفترنه خبر شوي خبرپانه کي راغلی دي، هغه عملیات د ګرمسیر او سنګین ولسوالیو مربوطاتو کې شوي، چې وژل شویو مخالفینو کې ۱۲ تنه پاکستاني وسلوال هم شامل دي.
په خبرپانه کي راغلی دي، د ګرمسیر ولسوالۍ مربوطاتو کې ګډو ځواکونو عملیات کړي، چې هوايي بریدونو کې یې د یو طالب قومندان « مولوي محب» په ګډون ۶ تنه وسلوال وژلي دي.
سرچنیوزیاتیوی، په همدې حال کې سنګین ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د دښمن په مرکزونو هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې ۲۰ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي دي.
خبر پانه راغلی دي، په وژل شویو مخالفینو کې ۱۲ تنه پاکستاني وسلوال هم شامل دي او په سیمه کې امنیتي ځواکونو ۶ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
https://avapress.com/vdcefn8zxjh8x7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته