دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 135092
د پیغمبر(ص) میلاد؛ د ملګرتیا او ورورګلوی لپاره یو بهانه
دهر کال د ربیع الاول ۱۲، د حضرت محمد بن عبدالله (ص) د میلاد یا د زیږیدو د نیټی سره برابر دی چی البته دا تقویم د اهل سنت وړونو د راویانو د احادیثواو نقلونو څخه دی چی په لاس راغلی دی او اهل تشیع د ربیع الاول ۱۸ د پیغمبر (ص) د ولادت د نیټی په حیث جشن نیسی.
خو په دی منځ کی د شیعه او سنی مسلمانانو وړونو د هدفونو په شریکولو سره د ایران د اسلامی جمهوریت فقیه رهبر؛ حضرت امام خمینی-ره- د خپل ژوند په وخت کی ددی دوو روایتونو ترمنځ فاصله د مسلمانانو ترمنځ د ورورګلوی د اوونی په نامه یاد کړ او دا هغه ابتکار  وو چی په ښه توګه د اسلامی امتونو او ملتونو په منځ کی په ښه توګه ځواب ورکړ.
واضح خبره وو چی ځینی دیکتاتور دولتونه خپل بقا او دوام د مسلمانانو په بیلوالی کی څیړله، نه یواځی دا چی د حضرت امام خمینی-ره- د پیشنهاد څخه ښه راغلاست ونه کړ او دمسلمان ملت سره همنوا نه سوله؛ بلکه تر هغه ځایه چی کولای سوای پر دی پیشنهاد باندی مانع منځته راوړله او په دروغو او مسمومو تبلیغاتو سره، په خپل هیوادونو کی د ځینو مسلمانانو فکرونه او ذهنونه ځان ته راجلب کړ.
خو هغه مسلمان هیوادونه چی دنفاق خطر په خپل منځ کی حس کړی وو او د مسلمانانو ترمنځ دورورګلوی اهیمت ورته ډیر سوی وو، د امام دا پیشنهاد مهم وبلل او خپله هم ددی پیغام په خپرولو کی ډير تلاشونه ترسره کړل.
خو د ځینو اسلامی هیوادو په خرابو اوضاع سره داسی لیدل کیږی چی مسلمانان په خپلو اهدافو کی کامیابه نه سوله او د اسلام دشمنان د خائن دولتونو په استفادی سره په چم او فریب سره په خپلو اهدافو کی دمسلمانانو څخه مختوالی غوره کړ.
د اسلام دشمنان، خپل فعالیتونه دومره پراخ کړی دی چی حتی ځینی اسلامی هیوادونه پر یو بل باندی دکفر او شرک تورنونه وهی او د یو اوبل په وړاندی جنګیږی او دهغه مثالونه کولای سو عراق او سوریه او یمن وبولو.
پوهیږو چی دمسلمانانو په بیل والی کی کیدلای سی ډیر علتونه وجود ولری؛ دهغه جملی څخه خارجی علتونه او استعماری علتونه چی هر وخت د اسلام د واحد نړی څخه قربانی اخیستی دی او د بیهوده خبرو په اساس لکه ژبنی، قومی او داسی نورو خبرو په اساس توانیدلی دی چی مسلمانان دیو بل څخه لیری کړی؛ خو په دی برخه کی داخلی علتونه هم سته چی هغه عبارت دی د هیواد دنخبګانو، دینی علماوو او رسنیو کم کاری او سهل چی باید ځینی غفلت ونه سی.
اسلامی هیوادونه که غواړی په خپل منځ کی د ورور ګلوی ثبات ډیر کړی تر څو دشمنان ونه سی کولای اسلامی هیوادونو او خلګو ته زیان ورسوی نو باید دوه لاندی توصیو باندی عمل وکړی:
۱ – دهرڅه نه مخکی هر مسلمان باید پیغمبر (ص) خپل خپل الګو اونمونه په هر برخه کی لکه اجتماعی او اقتصادی او سیاسی برخو کی وګرځوی؛ که داسی کوم حادثه د هر مسلمان په ژوند کی رامنځ ته سی، په جرئت سره ویلای سو چی نور مشکلات به مسلمان ټولنی ونه لری او دا مبارک حادثه، مسلمان تحریک او ترغیبوی چی په نیکیو او په خیر کی لکه څنګه چی قرآن کریم توصیه کړی دی، دیو بل نه مخکی والی غوره کړی.
۲ – اسلامی ټولنی د دینی مشترکاتو په استفادی سره  کولای سی د اخوت او برابری او ورورګلوی روحیه ډیر کړی او ددی پتانسیلی قدرت څخه د مسلمانانو ترمنځ بالخصوص د اهل تسنن او اهل تشیع ترمنځ د ورور ګلوی احساس باندی په نړی بالخصوص په افغانستان کی، ټینګار او پافشاری وکړی.
د حضرت محمد (ص) ولادت او زیږیدنه کولای سی د مسلمانانو د زړو په نږدی کولو کی ډير مناسب او موثره تمام سی او رسنی هم کولای سی په خپلو تبلیغاتو څخه ددی چانس څخه بی برخی پاته نه سی او په جدیت او فنی توګه په کی کار وکړی.
داسی لیدل کیږی چی دحج او اوقافو وزارت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وظیفه هم دی کلیدی موضوعاتو باندی روڼا اچول دی چی د هیواد په خیر تمام سی او په دی عصر کی چی د مسلمانانو د نفاق اور ناری وهی، د مسلمانانو د زړونو دنږدیوالی څخه کوم ښه کارسته.
د حج او اوقافو وزارت وظیفه لری چی علما او روحانیون د اتحاد او ورورګلوی د رامنځته کولو لپاره دمسلمانانو په منځ کی وهڅوی او په دی برخه کی ښه طرحی رامنځته کړی او دهغوی څخه دقیق کاری ګزارشونه وغواړی او همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم وظیفه لری چی د رسنیو په واسطه دا کار ترسره کړی او د وحدت او اتحاد د سریالونو په جوړولو سره د مسلمانانو په منځ کی اتحاد ډیر کړی او د ترکی او هندی پوچو سریالونو څخه د خلګو په کورونو کی مخه ونیسی.
https://avapress.com/vdcf1tdy0w6dmxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته