دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۴۳
د مطلب کود : 135131
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اسلام پیغمبر د زوکړې مراسمو لمانځنه
افغان ولسمشر اشرف غني نن یکشنبې( د لیندۍ ۲۱مه) د اسلام ستر پیغمر حضرت محمد د زودکرې په لمانځغونډه کې دا ورځ سپېڅلې وبلله او پر وسله‎والو یې غږ وکړ چې د دې مبارکې ورځې له مخې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی : ولسمشر غني د ستر پیغمبر له کړنو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، محمد(ص) د ښځو او زړو له زورولو خلک منع کړي او په یوه ټولنه کې د بې‎عدالتیو او ظلم پای یې غوښت.
غني وویل: "که چېرې موږ د محمد (ص) پر ګامونه ګام کېږدو او لاره یې تعقیب کړو، نو کولی شو د خپلې ټولنې ستونزې هوارې کړو."
په دې غونډه کې ولسمشرغني د حکومت پر ټولو حکومت مخالفو ډلو غږ وکړ چې د هېواد له ورانۍ لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي.
نن د ربیع الاول د دولسمه نېټه ده چې د محمد (ص) د زوکړې او مړینې ورځې سره برابره ده.
د اسلام ستر پیغمبر محمد (ص) ۵۷۰ زیږدیز کال کې د سعودي عربستان په مکه کې نړۍ ته راغی او د ۴۰ کلنۍ په عمر کې پر پیغمبری مبعوث شو.
د افغانستان په ګډون د نړۍ ټول اسلامي هېوادونه هر کال دا ورځ لمانځي.
ټاکل شوې ده چې سږ کال بیا هم دا ورځ د صدقې په ورکړې، د دعاء او قرآن کریم په ختمونو ولمانځي.
https://avapress.com/vdcjtievvuqetvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته