دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۵۵
د مطلب کود : 135242
دکندهارولایت دسړک دغارې چاودني ۴تنه ولسی وګري ټپیان شول
دکندهارچارواکي ویلی دي، په دي ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې ۴ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، دغه چاودنه ورم ورځ د یاد ولایت په میوند ولسوالۍ کې رامنځ ته شوېدی .
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیوته وویل،دغه چاودنه کې د یوې مېرمنې په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي او دوی روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
تر اوسه وسله والو مخالفینو د دغه چاودنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdcc0pqsi2bq1i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته