د
افغان غږ خبری آژانس آژانس په خبرګزاری سره، انجنیر محمد سمیع د نیمروز والی وویل: دا د ډیر خوشحالی ځای دی چی دخودکفایی او پرمختګ لوری ته ګام اخلو او باید هڅه وکړو چی په ټولو برخو کی داخلی تولیدات او خصوصی بخص تقویت کړو.
د نیمروز والی وویل: په نیمروز کی دسرمایه ګزاری ښه زمینه برابره دی او د صنعتی پارکونو لپاره هم زمینه برابر سوی دی او هیله لرو چی په راتلونکی کی داخلی تولید ډیر سی.
د افغان ترانس شرکت قادر دی چی ترانس فرمرونه د ۲۵ کیلو واټو امپیر څخه تر ۱۰۰۰ کیلوولتو امپیر پوری تولید کړی.
همدارنګه دا شرکت د تولید او اشتغال په برخه کی د زرنج په ښار کی د دری میلیونو دالرو په سرمایه ګزاری سره احداث سوی دی.
همدارنګه ددی شرکت په افتتاح سره، ۳۰ تنه په کار مشغول سوی دی او ددی شرکت مسؤولین قصد لری چی دظرفیت په ډیریدو سره ډیر کسان په کار وګماری.