کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کی د ثدیی د سرطان د تشخیص دوهم مرکز پرانیستیدل

25 قوس 1395 ساعت 15:36

د عامه روغتیا د وزیر په شتون د ثدیی د سرطان د تشخیص دوهم مرکز د کابل د استقلال په شفاخانه کی پرانیستل سو او د استفادی لپاره ورکړل سو.


د آوا د خبرګزاری له مخی، داکتر فیروزالدین فیرز د عامه روغتیا وزیر، د ایتالیا د هیواد د مرستی د قدردانی تر څنګ ددی مرکز د پرانیستلو په برخه کی وویل: ددی مرکز رامنځته کیدنه د ثدیی دسرطان د مرضونو دکموالی لپاره مهم مثبته ګام بلل کیږی.

هغه اضافه کړ: دا مرکز په اساسی او معیاری توګه د څلورو طبقو په شکل، مجهز او دطبی پرمختللو وسایلو په شتون، د ایتالیا د هیواد د مالی مرستو په واسه د یو میلیون دالرو په ارزشت اعمار سو.
د عامه روغتیا د وزیر په بیان سره داسی مرکزونه دخلګو د مهاجرتونو څخه د تداوی لپاره مخنیوی کوی وویل: د عامه روغتیا وزارت، هر وخت هڅی کړی دی چی صحی او معیاری خدمات د هیواد په هر برخه کی ارایه کړی، ځکه چی قرار دی دا وزارت د ایتالیا سره د اندرا ګاندی د کوچنیانو د روغتیا په شفاخانه کی د قلبی امراضو یو بل مرکز تفاهم نامه امضا کړی.
په همدی برخه کی د بی بی ګل غنی پیام؛ د رییس جمهور میرمن، ددی مرکز په جوړیدو سره وویل: نن ډیر خوشحاله یم چی د ثدیی د سرطان د تداوی او تشخیص د مرکز په رامنځته کیدو سره د جمهوریت په شفاخانه کی، یو ځل بیا د استقلال د شفاخانی کی د ثدیه د سرطان د تشخیص یو بل مرکز د رامنځته کیدو شاهد یم، چی دا خپله یو بل مثبت ګام د ثدیی د سرطان د مرضونو دتداوی لپاره یو مثبت ګام په هیواد کی بلل کیږی.
روبرتو کنتونی د ایتالیا دهیواد سفیر زموږ په هیواد کی هم په دی مراسمو کی وویل: د افغانستان د روغتیا په سکتور کی مرسته، د ایتالیا د هیواد د مهمو اولویتونو څخه دی، چی دا هیواد به په راتلونکی کی هم د افغانستان سره دمرستی په برخه کی متعهده وی او د ۲۰۰۱ کال څخه راهیسی د ایتالیا هیواد ۲۳ میلیون یورو د افغانستان د روغتیا په مختلفو برخو کی په مصرف رسولی دی.
که څه هم څه وخت مخکی د ثدیی د سرطان دتشخیص لپاره یو بل مرکز د جمهوریت په شفاخانه کی جوړ سوی وو خو دا مرکز د اندوسکوپی، ایکو کاردیوګرافی، سی تی اسکن، الترا سوند، اکسری او لابراتوار لرونکی هم دی.


د مطلب کود: 135347

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/135347/په-کابل-کی-د-ثدیی-سرطان-تشخیص-دوهم-مرکز-پرانیستیدل

آوا
  https://www.avapress.com