کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامی حزب قوماندان کابل ته راورسید او ونیول سو

25 قوس 1395 ساعت 19:25

فریادي دوه لسیزې وړاندې د کابل – جلال اباد لویې لارې ځینې برخې واک کې لرلې،په وژنو، تاوتریخوالو،له بشري حقونو سرغړونې تورونو چې په لنډن کې یې په مستعار نوم ژوند کاوه زندان ته وکاږه.

د حزب اسلامي یو قومندان،زرداد فریادي،د برېټانیا په یوه بند کې له څو کلونو بند څخه وروسته نن چهارشنبې‎(د لیندۍ په ۲۴مه) کابل ته راوسېد او د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو او ناڅرګند ځای ته یوړل شو.


د آوا آژانس له مخی : فریادي دوه لسیزې وړاندې د کابل – جلال اباد لویې لارې ځینې برخې واک کې لرلې،په وژنو، تاوتریخوالو،له بشري حقونو سرغړونې تورونو چې په لنډن کې یې په مستعار نوم ژوند کاوه زندان ته وکاږه.
د زرداد پلویان هغه یې ازادي غوښتونکی،یو مشهور جهادي مبارز نوموي.د هغوی په باور زرداد د مخالفانو په دسیسو سره له بشري حقونو سرغړونکی او تاوتریخوالی غوښتونکی کس معرفي شوی دی.
د قوم مشر اول ګل وویل:«زرداد هېڅ کار نه دی کړی او هغه کلونه کلونه د شوروي په وړاندې جګړه او جهاد وکړ.موږ تل د هغه پلویان پاتېږو.او نن په خوښۍ سره راغلي یوو چې له راتګ څخه یې هرکلی وکړو.»
د زرداد پلوي آصف هوتک هم زیاته کړه:«د برېټانیې حکومت چې زموږ دغه قومندان بندي کړی وه یو غیر عادلانه کار یې کړی وه.قومندان زرداد تل د شوروي د مرمیو په لور خپل ټټر نیولی وه.»
له څو ساعته انتظار وروسته د نوموړي پلویانو ته له ناخوښۍ ډک خبر ورسېد او وویل شول چې زرداد د کابل هوايي ډګر ته په رسېدو سره د امنیتي ځواکونو لخوا بل ځای ته لېږدول شوی دی.
د زرداد له خپلوانو څخه هدایت الله احمدزي وویل:«موږ د نن تر ماښامه زغمو که‎چېرې قومندان صاحب موږ ته تسلیم نه کړي،موږ په سوله‎ییز لاریون لاس پورې کو.او سړکونه بندوو.امنیتي ځواکونو موږ ته وویل چې هغه یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته بیولی دی او یوه بل وویل چې ملي امنیت ته لېږدول شوی دی.»
د حکمتیار حزب اسلامي وايي د برېتانیې له زندانه د زرداد خوشي کېدل له افغان حکومت سره د سولې له هوکړې سره تړاو نه‎[لري.
د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي صلاحیت لرونکي استازي امین کریم په دې اړه څرګنده کړه:«د قومندان زرداد خلاصون له بندخونو څخه د حزب اسلامي د بندیانو د خلاصون له بهیر سره هېڅ تړاو نه‎لري.»
حقوق پوهان وايي که خلک د زرداد په وړاندې کومه ادعا ولري د هېواد عدلي او قضايي ادارې مکلفې دي چې د دوی شکایتونه او ادعاګانې وڅېړي.
د حقونو پوهانو د ټولنې مرستیال ګل‎احمد مددزي وویل:«اوس چې هغه کابل ته راغلی دا شونې ده چې خلک ادعا وکړي او خپل شکایتونو ورسوي.»
زرداد د ۲۰۰۱ زیږدیز کال په لومړیو کې برېتانیې ته ولاړ او په مستعار نوم یې د لندن په یوه برخه کې ژوند وکړ، د برېتانیې د امنیتي ادارو لخوا د هغه له پېژندلو وروسته چې ډېرو کسانو له بشري حقونو په سرغړونې تورن کړ لس کاله یې په بند کې تېر کړل.


د مطلب کود: 135359

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/135359/د-اسلامی-حزب-قوماندان-کابل-ته-راورسید-او-ونیول-سو

آوا
  https://www.avapress.com