کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عطامحمد نور د بلخ ولایت له سرپرستۍ ګوښه کېدو ته چمتووالی ښودلی

25 قوس 1395 ساعت 21:21

د بلخ سرپرست والي له ولسمشر سره هوکړې ته رسېدلي تر څو د یاد ولایت پرېږدې، ولسمشرۍ ماڼۍ هم د نوموړي خبرې تائیدوي


د آوا دخبرګزاری له مخی : د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ سرپرست والي وايي، ټاکل شوې ده چې د ولسمشر او یاد ګوند مشراتو ترمنځ هوکړه لاسلیک شي.
ښاغلی نور چې د ولسمشرۍ ټاکنو پرمهال د ولسمشر سخت سیال وه، وايي چې له ولسمشر غني سره په وروستیو لیدونو کې پرېکړه شوې تر څو د هېواد په لویو پرېکړو کې د دې ګوند غړو ته ونډه ورکړل شي.
د بلخ سرپرست والي، عطامحمد نور وویل:«زه له خبرو اترو خوښ یم او هیله ده چې پای ته ورسېږي. تر اوسه لاسلیک نه دی شوی.»
دی وايي چې اوس یې مخالفتونه یوې خوا ته کړې دي او ټاکل شوې ده چې د جمیعت اسلامي او ولسمشر ترمنځ هوکړه وشي چې پر اساس به یې د یاد ګوند غړي په سیاسي پرېکړو کې ونډه ولري.
ښاغلی نور زیاتوي:«زه ډېر وخت په بلخ ولایت کې وم، طبیعي ده چې باید لاره نورو ته پرانیزو تر څو نور کسان هم په دې پُست کې کار وکړي.»
د بلخ سرپرست والي له کاره ګوښه کېدو په اړه سیاسي کارپوهان هم اندونه لري.
د سیاسي چارو کارپوه، حیات‎الله جواد څرګندوي:«هر بدلون د خلکو په ګټه دی په داسې حال کې چې دا بدلون په مناسبه فضا کې ترسره شي په هغې کې آزاده سیالي او وړتیا په بام کې ونیول شي.»
د بلخ سرپرست والي په دې وروستیو میاشتو کې څو ځله له ولسمشر سره لیدلي دي، ویل کېږي چې دواړو خواو غوښتنې درلودې، هوکړې ته رسېدلي دي.
عطامحمد نور وايي:«موږ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوو، د حکومت له بهرني سیاست څخه ملاتړ کوو؛ موږ د امنیت په تامین کې له ټول ځواکه کار اخلو.»
په همدې حال کې ولسمشر ماڼۍ د عطامحمد نور خبرې تائیدوي.


د مطلب کود: 135364

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/135364/عطامحمد-نور-د-بلخ-ولایت-له-سرپرستۍ-ګوښه-کېدو-ته-چمتووالی-ښودلی

آوا
  https://www.avapress.com