کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د ترکتبارانو یو شمېر مشرانو سره وکتل

25 قوس 1395 ساعت 21:38

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د ترکتبارانو قوم یو شمېر مشرانو او استازو سره په ارګ کې وکتل.


په دې کتنه کې لومړی ډاکټر عزت الله عامد د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، د احمدخان ایشچي موضوع ته د رسیدګي په هکله یې د جمهور رئیس له چټکو اجراتو مننه وکړه. هغه د ښاغلي ایشچي د شخصیت په اړه هم خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د احمدخان ایشچي زوی بکتاش ایشچي وویل، موږ چې کوم غم لرو هغه په کلیمو کې نه څرګندېږي، تاسو عالي مرجع یاستئ چې نن موږ ستاسو حضور ته راغلي یوو. هغه په دې برخه کې د عدالت غوښتنه وکړه وې ویل، تاریخ به ستاسو د حکومت په اړه قضاوت وکړي.
د هېواد جمهور رئیس له حاضرینو څخه چې د مشورې په موخه یې حضور درلود مننه وکړه وې ویل، د قانون د تطبیق لپاره سیاسي اراده وجود لري، انتظار لرو په حوصله مندۍ فرصت ورکړل شي چې اړوندې مراجع په دې برخه کې قانون تطبیق کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه، زه د قانون په حاکمیت پوره باور لرم او زما په ګډون هیڅوک تر قانون لوړ نه دی. هغه زیاته کړه، دا مساله به د عدلي او قضایي مراجعو له لارې په پوره استقلالیت سره تعقیب شي.


د مطلب کود: 135366

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/135366/جمهور-رئیس-غني-د-ترکتبارانو-یو-شمېر-مشرانو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com