دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 135409
د طالبانو پخوانی وزیر د جعلی پاسپورت سره و آلمان ته داخلیدو قصد درلودی، وپیژندل سو او ونیول سو
د طالبانو د حکومت پخوانی وزیر د جعلی پاسپورت څخه په استفادی سره آلمان ته وارد سو او هڅه یی وکړه چی په هغه هیواد کی پناه وړونکی سی.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی او د اسپونتیک څخه په نقل سره، د Spiegel د خپرونی په اساس، دا طالب څو اونی مخکی د Lufthansa د طیاری پواسطه د سعودی عربستان د پایتخت څخه د آلمان و فرانکفورت ته داخل سو. هغه هڅه وکړه چی د جعلی پاسپورت څخه په استفادی سره د سرحد څخه تیر سی او وروسته خپل ځانته او کورنی ته د پناه اخیستلو غوښتنه وکړی.
د آلمان د مهاجرت د فدرال په اداره کی د څیړنو له مخی ددی شخص اصلی هویت معلوم سو. دهغه اصلی نوم محمد عبدالرووف د طالبانو په وخت کی د عامه روغتیا پخوانی وزیر وو.
هغه همدارنګه د ۲۰۰۰ کال کی ناروی ته داخل سوی وو او قبول سوی وو. دا شخص ادعا لری چی د طالبانو د حکومت د مقاماتو سره د دعوا په دلیل دی هیواد ته پناه اخیستی دی.
د اطلاعاتو له مخی محمد عبدالرووف په ناروی کی د سکونت پر محال، افراط ګرایی ترسره کړی وو او بالاخره په ۲۰۱۴ کال کی دناروی حکومت هغه د امنیتی خطر له مخی دناروی څخه دباندی ایستلی وو.
ددی اطلاعاتو له مخی د فدرال اداره دهغه د پناه غوښتنی رد کړ او په ډیر لږ وخت سره د فرانکفورت هوایی میدان هغه و سعودی عربستان ته بیرته دیپورت کړ.
https://avapress.com/vdchvmnzw23nxkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته