دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 135436
رئیس جمهور د مجلس و اجراآتو ته احترام کوی
د نماینده ګانو مجلس یو ځل بیا د حکومت څخه غوښتی دی چی د مجلس و فیصلو ته د وزیرانو د سلب صلاحیت په اړه احترام وکړی او نوی وزیران معرفی کړی.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی، عبدالرووف ابراهیمی، د مجلس رئیس په ننی ناسته کی وویل: استیضاح د افغانستان دخلګو او حکومت په حق کی دشمنی نه دی بلکه مجلس خپل قانونی صلاحیتونه اعمال کړی دی.
ښاغلی ابراهیمی اضافه کړ: د سلب صلاحیت سوو وزیرانو د کار دوام د قانون خلاف دی.
سرپرستی هم خپل وخت لری. سلب صلاحیت سوی وزیران نه سی کولای چی د سرپرست پّ توګه کار وکړی.
هغه د رییس جمهور څخه وغوښتل چی د مجلس و قانونی اجراآتو ته احترام وکړی او دسلب صلاحیت سوو وزیرانو پر ځای نوی کسان مجلس ته معرفی کړی.
خلیل احمد شهیدزاده، دهرات دخلګو نماینده په مجلس کی وایی چی دمجلس او حکومت چوپتیا د برکناره سوو وزیرانو په اړه ددی باعث سوی دی چی خلګ شک وکړی.
ښاغلی شهیدزاده اضافه کړ: که صلاحیت مو نه وای درلودی نو ښه وو چی دوزیرانو د استیضاح پروسه مو په لاس کی نه وای اخیستی. رئیس جمهور تر اوسه د مجلس داسی مصوبه نه دی توشیح کړی.
د نماینده ګانو مجلس د تیر هفتی په جریان کی، ۱۶ وزیران د ۱۳۹۴ کال د انکشافی بودجی د نه مصرفولو په خاطر استیضاح کړی دی چی ددی منځ څخه ۷ وزیر سلب صلاحیت سوی دی او ۹ نور هم بیرته پاته سوی دی.
د نماینده ګانو مجلس د عامه فوایدو، خارجه چارو، معارف، عالی تحصیلات، کار او اجتماعی چارو، ترانسپورت او مخابراتو وزیران سلب صلاحیت کړی دی.
د ریاست جمهوری ارګ د وزیرانو د سلب صلاحیت موضوع لویی محکمی ته استولی دی تر د مجلس دا اقدام قانونی تفسیر ځینی وکړی. رئیس جمهور همدارنګه برکناره سوی وزیرانو ته امر کړی دی چی د ستری محکمی د فیصلی تر معلومیدو پوری خپل کار ته ادامه ورکړی.
د حکومت دا اقدام د نماینده ګانو دمجلس تند عکس العمل د ځانه سره درلودلی دی.
مجلس د ستری محکمی څخه غوښتلی دی داسی کار ونه کړی چی اعتبار ته یی کوم صدمه وارد سی.
د څو هفتو په تیریدو سره تر اوسه د ستری محکمی د فیصلی څخه په دی برخه کی کوم خبر نسته.
https://avapress.com/vdchxmnz-23nxkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته