دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۳۳
د مطلب کود : 135578
د بحران د مدیریت لپاره باید څو بعدي فکر وکړو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون ماښام د ملي امنیت شورا دفتر د روزنیز پروګرام ګډونوالو ته د وینا پرمهال د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمرڅخه د دغه سیمینار د نوښت، له علي احمد جلالي او د هغه له همکارانو څخه د دوی د پوهې او ارزښتناکو نظریاتو د شریکولو او د سیمینار له ګډون کوونکو څخه یې د دوی د فعال حضور له امله مننه وکړه. جمهور رئیس غني په سلام خانه ماڼۍ کې د دغې غونډې ګډونوالو ته وویل، جنګ او سوله هغه مهم موضوعات دي چې فکر کولو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، د جنګ شکل، ماحول او په هېواد کې د سولې د ټینګښت عناصر په دوامداره توګه د بدلون په حال کې دي، نو موږ باید هم خپلو تجربو او هم مقایسوي تجربو ته پام وکړو. د هېواد جمهور رئیس وویل، تهدید، ناڅاپي پېښېدل، د تصمیم نیولو دوران لنډوالی او د تغیر او تحول مدیریت د بحران د تعریف څلور مهم عناصر دي. بحران د یو جوړښت موجودیت تهدیدوي او دغه تهدید ناڅاپه پېښېږي چې د وړاندوینې وړ نه دی. هغه زیاته کړه، د بحران د تعریف، تشخیص او مدیریت مهمه منبع تاریخ دی. محمد اشرف غني وویل، په غرب کې اکثره بحرانونه په باثباته ماحول کې رامنځته کېږي، ځکه بحران چې په هره کچه وي، خو رهبري باثباته ، مدیریت واضح او منابع په اختیار کې وي، مګر زموږ حالت د ابهام له پلوه توپیر لري، ځکه افغانستان څلوېښت کاله په ابهام کې وو او باثباته نظام یې نه درلود. جمهور رئیس غني د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او هلې ځلې وستایلې او وې ویل زموږ ستونزې څو بعدي دي، نو د بحران د مدیریت لپاره باید څو بعدي فکر وکړو. جمهور رئیس وویل، زموږ ستونزې زنځیري دي زنځیري ستونزې همزمان توجه او حرکت غواړي. هغه څرګنده کړه، چې تحرک باید یوازې په یو بنسټ کې نه، بلکې سراسري وسنجول شي. دلته ځکه بحران راځي چې ځینې خلک خصوصاً هغوی چې ګټې یې په خطر کې وي بدلون ته د یو لوی خطر په توګه ګوري او جهت نیسي. جمهور رئیس غني وویل، زموږ د رهبري او مدیریت شکل باید په اساسي توګه دوه بعدي وي، تر څو هم بحران او هم تحول مدیریت کړو. هغه زیاته کړه، موږ باید د بحران مدیریت او د تغیر او تحول مدیریت ته وخت ورکړو او دقیق یې وسنجو. که په تېرو دوو کالو کې مو د ترازو دواړه پلو ته اساسي فکر نه وای کړی د سقوط حالت ته تللو، ځکه له تحول پرته خلک نهیلي کېږي. جمهور رئیس غني په هېواد کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د سراسري اجماع د ایجاد له امله د افغانستان د خلکو او د امنیتي سکتور د مسوولینو د هلو ځلوڅخه مننه وکړه، هغه زیاته کړه، دا په دې مانا نه ده چې موږ له بحران سره نه یوو مخ شوي، بلکې له بحرانه بریالي راوتلي یوو. محمد اشرف غني وویل،د بحران د مدیریت په برخه کې مو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پالنې لپاره د امریکا متحده ایالتونو سره د واضح مدیریت په پایله کې د ملي او بین المللي ګټوپه اساس د افغانستان او امریکا تر منځ واضح ستراتیژیکه همکارۍ، دوستانه مناسبات او د افغانستان په اړه بین المللي اجماع دوباره ایجاد کړه. جمهور رئیس غني وویل، پاکستان سره د دولت په توګه د مذاکراتو لپاره چې د هغوی نظامي مرکز ته ورغلم، نو تقریباً اکثرو په ما نیوکې کولې، ځکه دوی یوازې یو پړاو لیده، دوی زما هغه خبرې او تشخیص نه لیده چې ما ویل، پاکستان له افغانستان سره په نا اعلان شوي جنګ اخته دی او هغوی مې مجبور کړل چې دا تعریف ومني. که هغه چلند مې نه وای کړی، نو نه مې د دوی مرسته ردولی شوه او نه مې دا ورته ویلی شو چې له افغانستان سره اعلان شوې مرسته دې په خپل هېواد کې د تروریزم په ضد ولګوه.
https://avapress.com/vdcefn8zvjh8xni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته