دخپریدو نیټه :شنبه ۴ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۲۲:۴۰
د مطلب کود : 135739
د طالبانو سرتیری نیونه د کوچنیانو څخه په غور کی
د غور د حقوق بشر مستقل کمیسیون مسؤولین د کوچنیانو د سرتیری کیدو څخه د طالبانو په صفونو کی اندیښنه کړی دی او وایی چی د کورنیو بد اقتصادی وضعیت او بی خبری د کوچنیانو دحقوقو څخه دا وضعیت رامنځته کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس په ګزارش سره، ذبیح الله جواد، د غور ولایت د حقوق بشر مستقل کمیسیون د دفتر رییس و سلام وطندار ته وایی چی د ناامنی پراختیا، د غیری مسؤول مسلح افرادو حضور، بد اقتصادی وضعه او دکورنیو بی خبری دکوچنیانو دحقوقو څخه، ددی سبب سوی دی چی ډیر کوچنیان د طالبانو په دام کی راګیر سی.

د ذبیح الله په وینا، هغوی هغه اطلاعاتو او اسنادو ته لاسرسی پیدا کړی دی چی طالبان ډیر کوچنیان د ناامنو مناطقو څخه د سرتیری په حیث استخداموی.

عبدالحی خطیبی، د غور د والی ویاند هم وایی، ځینی طالبان او غیری مسؤول قومندانان چی شمیر یی د څلور زرو شاخوا ته رسیږی د کوچنیانو څخه د جنګی سرتیری په حیث استفاده کوی.

د ښاغلی خطیبی په وینا، په هغه بخشو کی چی طالبان د کوچنیانو څخه د سرتیری په حیث استفاده کوی حکومت کنترل نه لری، خو بیاهم هغوی هڅه لری چی د کوچنیانو د سرتیری کیدو څخه مخنیوی وکړی.

ګل احمد عثمانی، د کار او اجتماعی چارو رییس په دی ولایت کی، ددی ولایت د کوچنیانو د وضعی په اندییښنی سره وایی، جلب او جذب ددی کوچنیانو دا د سرتیری په عنوان، ددی سبب کیږی چی هغوی فکری او جسمی رشد ونه لری.

د ښاغلی عثمانی په وینا، هغوی په خبر رسیدو سره، د ډیر کوچنیانو د جذب څخه په امنیتی ځواک کی مخنیوی کړی دی.

ددی نه مخکی یو هیات د کوچنیانو د وضعی د څیړلو لپاره، د امنیتی ځواکونو په صفونو کی، دی ولایت ته سفر کړی دی، خو د څیړنی وروسته، په امنیتی ځواکونو کی د هیڅ کوچنی سره مخامخ نه سو.
https://avapress.com/vdcdsk0fnyt0s56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته