کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجلس د وکیلانو د موټرانو ګرځیدو څخه د غیری قانونی پلیتونو سره وڅیړی

5 جدی 1395 ساعت 18:12

د نماینده ګانو مجلس د وکیلانو د غیری قانونی پلیټی موټرانو ګرځیدنه تر څیړنی لاندی نیسی.


د آوا په خبر ګزاری سره، مجلس هغه وخت دا تصمیم ونیوه چی د پارلمان ځینی وکیلان د ملی شورا د نماینده ګانو د  غیری قانونی پلیتی موټرونو څخه انتقاد وکړ.

د ملی شورا د ډیرو غړو موټران غیری قانونی دی او بیله دی چی ګمرکی مراحل ترسره کړی، هیواد ته راوړل کیږی.

دا ډول موټرونه په هیواد کی د ( یو کیلی ) د موټرانو په نامه مشهور دی چی بیله ګمرکی محصول هیواد ته داخلیږی او بیله یو کیلی سند بل څه نه لری.

ددی ډولو موټرونو مصرف د نورو موټرانو په نسبت چی ګمرکی سند لری نیم برابره دی.

ډیر قدرتمنده او د ملی شروا غړی ددی ډولو موټرانو څخه استفاده کوی او د ترافیکو پولیس هم نه سی کولای چی دهغوی د ګرځیدو څخه مخنیوی وکړی.

مثلا د ځینو موټرانو په پلیټونو کی نوشته سوی دی: (و-ج ۰۷۸)، (و ۱۱۹ ج)، ( م-ج ۰۵۳)، (م ج – ۳)، (X)، (احمدزی)، (یما تره خیل)، ( رییس احمدزی)، ( ګلبهار )، ( ش – و ۱۳۵) او... .

نادرشاه بحر، د نماینده ګانو د مجلس غړی په ننی ناسته کی وویل: د ډیر شرم ځای دی. په داسی حال کی چی قانون ګذاره یو، د قانون ناقض کوونکی واوسو.

غلام حسن ناصری، د مجلس بل غړی وویل: د رسنیو څخه ډیر اوریدلی می دی چی قانون ګذار د قانون ناقضین! که مجلس د نمبر پلیټونو د صدور ځای دی؟

ښاغلی ناصری وویل چی دا کار د ټولو وکیلانو حیثیت متضرر کړی دی او ځینی ګزارشونه وجود لری چی ددی توری هندارو موټرانو سره درانده جرایم صورت نیولی دی او انتحاری انتقالیږی.

هغه د مجلس څخه وغوښتل چی پرینږدی د مجلس د آدرس څخه، ځینی وکیلان دغیری قانونی پلیټونو موټرانو سره وګرځی.

نعمت الله غفاری، د مجلس دوهم معاون چی د ننی مجلس د ناستی ریاست په غاړه درلودی، د داخلی امنیت کمیسیون موظف کړ تر څو دا قضیه وڅیړی.

ښاغلی غفاری ټینګار وکړ چی نماینده ګان باید لومړنی کسان وی چی قانون ته احترام وکړی.

دهغه په وینا، د قانون څخه لوړ کار دهیڅ چا څخه نه منل کیږی.

دا په داسی حال کی دی چی د کابل دترافیکو عمومی مدیریت وویل چی د ملی شورا غړی تر اوسه د خپلو موټرانو لپاره رسمی شمیری نه دی اخیستی او په خپل سر سره شمیری پر موټرانو باندی نصب کړی دی.


د مطلب کود: 135779

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/135779/مجلس-د-وکیلانو-موټرانو-ګرځیدو-څخه-غیری-قانونی-پلیتونو-سره-وڅیړی

آوا
  https://www.avapress.com