دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۵۱
د مطلب کود : 135785
د کندهار او کابل اونورو ولایتونو د بس ترانسپورتونو بندیدل او د مسافرانو مشکلات!
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی: د ترانسپورټي شرکتونو د کار بندیز له امله په کندهار کې سلګونه مسافر چې ناروغان، ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي او غواړي کابل، هرات او نورو ولایتونو ته سفر وکړي، بند پاتې دي.

ترانسپورټي شرکتونو له کندهاره کابل او هرات ته د خپلو مسافر وړونکو موټرونو فعالیت درولی او له حکومت څخه د لارې د جوړېدو، د وسله والو ډلو له خوا د موټر چلوونکو د ځورولو او غلاوو مخنيوی غواړي.

دغه کاربندیز له تېرې جمعې ورځې راهیسې له هغه وروسته پیل شوی، چې د هرات ولایتي شورا په دې ولایت کې د یوه مسافر وړونکي شرکت فعالیت له یوې ترافیکي پېښې وروسته وځنډاوه.

نن په کندهار کې هم د کابل- هرات پر لویه لاره د دامان ولسوالۍ په مړوندۍ مانده سیمه کې د ترانسپورټي شرکتونو مسوولینو لار د احتجاج په توګه وتړله.

خو د ترانسپورټي شرکتونو د کاربندیز له امله سلګونه مسافر چې ډېری یې د نورو ولایتونو څخه راغلي او غواړي کابل، هرات او نورو ولایتونو ته سفر وکړي، له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
https://avapress.com/vdcevn8znjh8xfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته