کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملی همبستګی برنامی ۶۵ پروژی په کنر کی ګټی اخیستنی ته رسیدلی دی

7 جدی 1395 ساعت 11:31

د کنر محلی مقامات د هیواد په ختیځ کی اعلام کړ چی د ملی همبستګی برنامی ۶۵ پروژی چی د انکشاف دهات او احیا وزارت پوری اړه درلودی د ۳۰ میلیونو افغانیو څخه په ډیر مصرف سره په دی ولایت کی ګټی اخیستنی ته رسیدلی دی.


د آوا اژانس په بیان سره، دا پروژی د ۳۰ میلیونو او ۹۱۰ زره افغانیو په مصرف په شګل، منوره، چوګی، نرنګ، خاص او اسعد آباد ولسوالیو کی د کنر په ولایت کی ګټی اخیستنی ته رسیدلی دی.

د ملی همبستګی ساحوی مسؤول وایی چی دا پروژی د آبیاری کانالونو د پراختیا او ترمیم، سربندونه، محافظوی دیوارونه، آبیاری ذخیری، سرکونه، پیاده ګانی، د چښلو اوبو شبکه او د چښلو د اوبو د څاه شبکو لرونکی دی او تقریبآ ۱۳ زره او ۸۷۲ کورنی د هغه څخه به ګټه واخلی.

د منبع د وینا په اساس، په یاد سوی پروژه کی به ۸۸۵۳ تنو ماهرو او غیری ماهرو کارګرو ته به د کار لنډ مودته زمینه برابره سی.

د ملی هبستګی  حفظ او مراقبت او کارپالنی برنامی (۲۹۳) قریی په کنر کی تر پوشش لاندی راوړی وو چی وتوانیدی (۳۴۶) پروژی په مختلفو سکتورونو کی ترمیم او پراختیا او تحکیم کړی.


د مطلب کود: 135838

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/135838/د-ملی-همبستګی-برنامی-۶۵-پروژی-په-کنر-کی-ګټی-اخیستنی-ته-رسیدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com