دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۱:۰۶
د مطلب کود : 135903
د ټاکنو کمېسیون د مالي لګښتونو له کمښت سره مخ دی
د کمېسیون یو نوی کمېشنر معاذالله دولتي وايي چې د ټاکنو د کمېسیون نوي کمېشنران،د دغو ستونزو له امله له یو لړ ننګونو سره مخامخ دي.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی : د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو نوی کمېشنر وايي چې دغه بنسټ د امکاناتو او د مالي لګښتونو له کموالي سره مخ دی.

د دغه کمېسیون یو نوی کمېشنر معاذالله دولتي وايي چې د ټاکنو د کمېسیون نوي کمېشنران،د دغو ستونزو له امله له یو لړ ننګونو سره مخامخ دي.

ښاغلي دولتي زیاته کړه:«د نویو کمېشنرانو په څېر،په داسې حال کې مو په دغه کمېسیون کې کار پیل کړ چې له یوې خوا پر دغه مهم ټاکنیز بنسټ د خلکو اعتبار د ځوړ په حال کې دی او له بلخوا مرسته کوونکي بنسټونو خپلې مالي مرستې ځنډولې وې.»

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون غړی غلام دستګیر هدایت وايي:«دا په دې پورې اړه لري چې د ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون،د خپلو کړنو په اجرا کې،تر کومه بریده دقت،قاطعیت او جدیت ولري.» په ټاکنو کې د درغلیو په وړاندې قانوني چلند او همداراز د دغه بهیر روڼتیا هغه اړتیاوې دي چې د غونډې برخه‎وال پرې ټینګار کوي.

د افغانستان د عادلانه او ازادو ټاکنو د څار بنسټ اجرائیه رییس یوسف رشید په دې اړه داسې نظر لري:«که‎چېرې خلک واقعاً مالوماتو ته لاسرسۍ ولري او په کمېسیونونو کې له وضعیت څخه خبر وي، باید خلک خبر وي او باید درک کړي چې واقعاً کمېسیون ملي کمېسیون دی او په خپلواکه توګه کار کوي.»

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ،پر ټاکنیزو کمېسیونونو د خلکو اعتبار ترلاسه کول یوه اړتیا بولي. د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‎حسین مرتضوي وویل:«تر هغه مهاله چې زموږ بنسټونه د خلکو د اعتبار نه ‎وي،موږ نه‎شو کولای چې له رڼو او یا هم د سالمه بهیر څخه خبرې وکړو.»

که‎څه هم اجرائیه ریاست،ملي یووالی حکومت،په هېواد کې د تېرو ټاکنو رامنځته شوی سر خوږی بولي.

په فرهنګي چارو کې د اجرائیه ریاست سلاکار سید آقا فاضل سانچارکي څرګنده کړه:«ملي یووالی حکومت په واقعت کې هغه سر خوږی دی چې د ټاکنیزو کمېسیونونو له خوا په مسؤولانه توګه د دندو د نه‎ترسره کېدو له امله رامنځته شوی دی.»

په ټاکنو کې د اصلاحاتو رامنځته کول د ملي یووالي حکومت د جوړېدو د هوکړې له اصلي مادو څخه وه، خو د دغه حکومت له جوړېدو د څه د پاسه دوو کلونو په تېرېدو سره حکومت نه دی توانېدلی د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي او تراوسه هم د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو وخت نه دی روښانه شوی.
https://avapress.com/vdcgzn9qwak9wy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته