کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له تور نوملړ څخه د ځينې طالبانو د نومونو د لیرې کولو پر سره هوکړه

9 جدی 1395 ساعت 1:18


د آوا دخبرګزاری له مخی : د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د درېیو هېوادونو استازو په درې اړخېزه غونډه کې پرېکړه کړې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د ملګرو ملتونو د تور نوملړ څخه د طالبانو د ځینو خاصو څېرو نومونه باید لیرې شي.

روسیې،چین او پاکستان هوکړه کړې چې د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه د طالبانو د ځينو خاصو او ځانګړو څېرو نومونه لیرې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د درېیو هېوادونو استازو په درې اړخېزه غونډه کې پرېکړه کړې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د ملګرو ملتونو د تور نوملړ څخه د طالبانو د ځینو خاصو څېرو نومونه باید لیرې شي.

که‎څه هم افغان حکومت د کابل له ګډون څخه پرته د دغې درې اخیزې غونډې له جوړېدو څخه په کلکه نیوکه کړې،خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي په هغو غونډو کې چې په راتلونکې کې ترسره کېږي افغانستان به هم را وبلل شي.

دغو درې هېوادونو په افغانستان کې د داعش د ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره میاشت کې ولسمشر غني،له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د طالبانو د نوي مشر ملاهبت الله اخندزاده نوم د ملګرو ملتونو سازمان په تور نوملړ کې شامل کړي.

د سې‎شنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني وویل،چې کابل د مسکو د غونډې په اړه په بشپړه توګه په جریان کې نه دی.

هغه زیاته کړه:«په افغانستان کې د وضعیت په اړه بحث،که‎چېرې په نېک هوډ سره هم وي،د افغانانو په نشتون کې نه‎شي کولای له وضعیت سره مرسته وکړي او همدارنګه دا راز غونډو د جوړېدو د موخو په اړه ډېرې پوښتنې رامنځته کېږي.»


د مطلب کود: 135905

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/135905/له-تور-نوملړ-څخه-د-ځينې-طالبانو-نومونو-لیرې-کولو-پر-سره-هوکړه

آوا
  https://www.avapress.com