دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۱:۰۳
د مطلب کود : 135950
داعش ډله له ۱۸ کلونو کم عمره ځوانان په خپلو لیکو کې نیسي
په ننګرهار کې د داعش ډلې پخواني غړي وایي، چې د داعش ډلې په لیکو کې ډېری جنګیالي تر اتلسو کالونو کم عمره کسان دي چې ډېر کله په مخامخ جګړو کې له افغان ځواکونو سره برخه اخلي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرگزاری له مخی: داعش ډله د هېواد په ختیځ کې له ۱۸ کلونو کم عمره ځوانانو څخه په خپلو لیکو کې د جنګیالیو په توګه کار اخلي. په ننګرهار کې د داعش ډلې پخواني غړي وایي، چې د داعش ډلې په لیکو کې ډېری جنګیالي تر اتلسو کالونو کم عمره کسان دي چې ډېر کله په مخامخ جګړو کې له افغان ځواکونو سره برخه اخلي.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیانی وايي:«داعش ډله له بېلابېلو تبلیغات تنکي ځوانان خپلو لیکو ته جذب کړي.د ټولنې دغه طبقه له اندکو تبلیغاتو سره د یوې ډلې په ګټه فعالیت کوي.»

داسې رپوټونه شته چې د حکومت د بې پامۍ له کبله داعش په خپلو تبلیغاتو سره د کم عمره کوچنیانو ذهنیتونه بدلوي او بیا یې جګړې ته هڅوي.

په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتي شورا دا مني چې د داعش لیکو ته ډېری کم عمره ځوانان جذب شوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اسرارالله مراد وايي:«هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې حتا ۱۸ کلن شوي هم نه وو،د داعش له خوا جذب شوي ځکه چې نوي او خام فکرونه لري،د داعش له لیدلوري اغېزمن شوي دي.»

له بلخوا په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی میرویس یاسیني وايي چې د حکومت د بې پروایۍ له امله داعش توانېدل دی چې له خپلو تبلیغاتو سره د تنکي ځوانان دغې ډلې ته جذب کړي او د دولتي ځواکونو په وړاندې وجنګېږي.

دا په داسې وخت کې ده چې د ننګرهار په هسکې مېنې، نازیانو، اچین، پچیراګام او کوټ ولسوالیو کې داعش وسله واله ډله خپل فعالیتونه او مرکزونه لري.
https://avapress.com/vdciwwazut1ap32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته