دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۱:۱۹
د مطلب کود : 135953
طالبانو په فراه کې ۱۱ پولیس ووژل
د طالبانو یوې ډلې د فراه ښار په شمال کې د پولیسو د ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی او د ۱۱ تنو پولیسو له وژلو وروسته ټولې وسلې او جنګي توکي یې له ځان سره وړي دي.
د افغان غږ خبری آژانس دخبر گزاری له مخی: د فراه د والي ویاند محمدناصر مهري د دغې پېښې پخلی کړی او د پولیسو مرګ ژوبله ۲ تنه ښيي. له جوزجان څخه په یو بل رپوټ کې راغلي دي چې د طالبانو یو مهم قومندان چې څو موده وړاندې د سولې له بهیر سره یوځای شوی وه،له خپلو ۱۵ تنو سره بېرته د طالبانو له لیکو سره یوځای شوی دی.

د طالبانو یوې ډلې د فراه ښار په شمال کې د پولیسو د ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی او د ۱۱ تنو پولیسو له وژلو وروسته ټولې وسلې او جنګي توکي یې له ځان سره وړي دي.

د فراه د والي ویاند محمدناصر مهري د دغې پېښې پخلی کړی او د پولیسو مرګ ژوبله ۲ تنه ښيي.

له جوزجان څخه په یو بل رپوټ کې راغلي دي چې د طالبانو یو مهم قومندان چې څو موده وړاندې د سولې له بهیر سره یوځای شوی وه،له خپلو ۱۵ کسانو سره بېرته د طالبانو له لیکو سره یوځای شوی دی.

د جوزجان امنیتي چارواکي د دغه خبر له پخلي سره وايي چې ملا طاهر د خپلو ۱۵ کسانو سربېره،۸ سرحدي پولیس او د پوستې تجهیزات یې له ځانه سره وړي دي.

د جوزجان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي وايي چې ملا طاهر د روان کال د زمري په میاشت کې د خپلې کورنۍ او د طالبانو د یوې ۳۵ کسیزې ډلې سره د سولې له بهیر سره یوځای شو او د شبرغان – سرپل د لویې لارې د امینت د ټينګښت په خاطر په دنده وګمارل شو.
https://avapress.com/vdcbssb8frhbf9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته