دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۱:۳۱
د مطلب کود : 135954
ه بغلان کې د مرکزي بغلان ځینې سیمې طالبانو ته سپارل کیږي
د افغان غږ خبری آژانس د خبر گزاری له مخی: د بغلان ولایتي شورا د حکومت تازه پرېکړه افشا کړې ده. ددغه ولایت ولایتي شورا وایي، د مرکزي بغلان او د دغه ولایت له نورو سیمو د امنیتي ځواکونو ویستلو او طالبانو ته د دغو سیمو سپارلو اندېښنې راپورته کړي دي.

دوی وایي، افغان حکومت پرېکړه کړې، چې د مرکزي بغلان ځینې سیمې طالبانو ته پریږدي.

د بغلان ولایتي شورا غړي محمد ظریف ظریف د حکومت له دې کیدونکي اقدام پرده پورته کړې او وایي؛ د امنیتي بنسټونو د تازه پرېکړې له مخې، افغان ځواکونه به د مرکزي بغلان ولسوالۍ له ځینو سیمو ووځي، چې ډېرې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې راشي.

مدني فعال نجیب الله احرار وایي، چې پر ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو سربېره اوس طالبان په دهنه غوري ولسوالۍ کې هم اډې جوړوي او ځانونه تجهیزوي؛ خو حکومت دغې ستونزې ته هیڅ پام نه دی کړی.

دوی وایي، د طالبانو په روزنه او تجهیز کې پاکستاني جنرالان ښکېل دي.

د نوموړي په وینا؛ وسلوال له بغلان څخه پېنځه شمال او شمال ختیځ ولایتونه ګواښلی شي.

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یې حضور کولی شي کندوز، سمنګان، تخار او بلخ ته سرخوږی جوړونکی وي. دهنه غوري ولسوالۍ هم سمنګان او پلخمري ښار ته ګواښ ګڼل کیدلی شي او تاله او برفک سره یې سرحد کولی شي، بامیان هم وګواښي.

ډنډ غوري بله کلیدي او ستراتيژیکه سیمه ده، چې د طالبانو لپاره په شمال کې د طالبانو د جګړې د سوق او ادارې مرکز یادیږي؛ شمال لویه لار پرې هدف ګرځوي او داسې یوه سیمه به وي، چې په کې د شمال او شمال ختیځو ولایتونو لپاره جنګیدونکیو طالبانو ته د ستړیا د رفع کولو ځای وي.

ډنډ شهاب الدین هم د شمال ختیځ لویه لار ناامنیو سره مخامخ کوي.

حکومت دغه څرګندونې ردوي او ډاډ ورکوي، چې طالبانو ته به د اډو جوړولو اجازه ورنکړ شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاندصدیق صدیقي وایي، مونږ ترهګرو ته د هېواد یوه برخه هم نه خوشې کوو.

د نوموړي په وینا؛ د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه اجازه نه ورکوي، چې ترهګر په هېواد کې دننه اډې جوړې کړي او پراخ ګواښونه رامنځته کړي. پوځي شنونکی جاوید کوهستانی وایي، چې دولت په بغلان کې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره اراده نه لري او همدا به په راتلونکي کال کې د شمال جګړه لا پسې پراخه کړي.

په ۱۳۹۴ کال کې د حکومت د استازي ګلاب منګل او د ډنډ غوري د مشرانو تر منځ له هوکړې پرده پورته شوه؛ کومه هوکړه، چې پر بنسټ یې دغه سیمه طالبانو ته سپارل شوې وه او وروسته د شمال په جګړې کې د طالبانو د تجهیز او ځالې په توګه یاده شوه. ښایي اوس مرکزي بغلان هم له دې ډول یوه برخلیک سره مخ وي.
https://avapress.com/vdccppqs02bq1o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته