دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۱
د مطلب کود : 136123
اروپايي ټولنه د هېواد له عامې روغتیا سره ۵ مېلیونه یورو مرسته وکړ
د عامې روغتیا وزیر وايي چې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو لپاره د اروپايي ټولنې د دغه پروګرام په اجرا کېدو سره به د هېواد ۴۰ سلنه وګړي چې د رضایت وړ روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې دي لاسرسی پيدا کړي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرگراری له مخی : په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د نماینده ګۍ چارواکي وايي چې مرسته شوې پیسې د روغتونونو د خدماتو د ښه‎والي،د روغتیا د ښه‎والي،له ناورغانو سره د ښه چلند لپاره د ډاکټرانو د روزنې په برخو کې به ولګول شي. دغه ټولنه وايي چې په یوې تېرې لسیزه کې په افغانستان کې روغتیايي چوپړتیاوو ښه والی موندلی.

  د عامې روغتیا وزیر وايي چې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو لپاره د اروپايي ټولنې د دغه پروګرام په اجرا کېدو سره به د هېواد ۴۰ سلنه وګړي چې د رضایت وړ روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې دي لاسرسی پيدا کړي.

  د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل:«دغه پروژه د خدمتونو د کیفیت په برخه کې ده په ځانګړې توګه د روغتونونو د مدیرانو د روزنې لپاره دی او په روغتیايي سیستم کې د مدیرانو او له ټولو څخه اړین زموږ د تخصصي اکمال د پروګرامونو د کیفیت د ښه والي په اړه دی.»

  اروپايي ټولنه په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول مخ په ودې بولي خو زیاتوي تراوسه هم افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی د قناعت وړ نه دی.

  د اروپايي ټولنې د روغتیايي پروګرامونو مسؤول مورزیو سییان څرګنده کړه:«روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسی تراوسه هم یوه ننګونه ده، ډېری ښځې او ماشومان، په تېره بیا امیندواره مېرمنې تر ډېره ترې اغېزمنې دي.»

  په روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو پروګرام به د جرمني د جي آي زید بنسټ لخوا عملي شي.

  د جي ای زیټ د تخنیکي پروګرامونو استازې په دې اړه وايي:«د دغه پروګرام په لړ کې به زموږ او ستاسو اصلي ننګونه دا وي هغه سیاست او تګلاره چې جوړه شوې په عمل کې یې پلې کړو او د هغې اجرا ته به ټول پام واړوو.»

  دا په داسې حال کې دی چې تراوسه هم افغانان په تېره بیا په لیرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‎لري او د امیندوارو مېرمنو او ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه ده.
https://avapress.com/vdcb50b8frhbf8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته