دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۰:۴۳
د مطلب کود : 136124
ملي دفاع وزارت:د «شفق ۲»عملیات په سمه توګه پر مخ ځي
د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې په اوسني وخت کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې جګړه روانه ده، امنیتي چارواکو ژمنه کړې وه چې په دې ژمي کې زیانمنونکې سیمې امنې کړي خو تراوسه د هلمند، فاریاب، بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو په ځینو برخو کې نښتې روانې دي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرگزاری له مخی: په داسې حال کې چې د چې د شفق ۲ عملیاتو له پځوالي څخه نیوکې شتون‎لري،خو ملي دفاع وزارت وايي چې دغه عملیات په سمه توګه او حتیاطي بڼه پر مخ ځي ترڅو ولسي وګړو ته زیان ونه رسېږي.

  د تېرو کلونو د ژمي موسم په افغانستان کې د جګړې د درېدو وخت وه، خو ملي دفاع وزارت وايي سږ کال داسې نه دی.

  د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې په اوسني وخت کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې جګړه روانه ده، امنیتي چارواکو ژمنه کړې وه چې په دې ژمي کې زیانمنونکې سیمې امنې کړي خو تراوسه د هلمند، فاریاب، بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو په ځینو برخو کې نښتې روانې دي.

  د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل:«هغه محاربوي عملیات چې موږ د هېواد په ګوټ ګوټ کې په احتیاطي بڼه په مخ بیایوو،د دې لپاره چې زموږ خلک،زموږ د خلکو کورونه زیان ونه ویني.» د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې ترهګر له ولسي وګړو څخه د ډال په څېر کال اخلي او همدا کړنه د دغو عملیاتو د پڅوالي لامل شوی دی.

  د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:«د دښمن په خوځښتونو کې بدلونونه راغلي دي،ځکه چط د پیسو د پیدا کولو لپاره ځي،خو زموږ عملیات دوام لري او ښې پایلې مو هم ترلاسه کړي دي.»

  د درېیو ورځو لپاره د هلمند کندهار د لارې تړل کېدل او د هلمند په سنګین او نادعلي ولسوالیو کې د جګړې پراختیا او همداراز د نوموړي ولایت د له لاسه تللو سیمو بېرته نه نیول کېدل د شفق دوه عملیاتو د مشرتابه د څرنګوالي په اړه انديښنې زیاتې کړې دي.

  د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ولي محمد احدزي وویل:«زموږ عملیات همدارنګه دوام لري او موږ د بولان او د سور ګودر په شپږ کیلو مټرۍ کې پرمختګ لرلی دی.»

  په مرکزي بغلان ولسوالي کې هم ۱۳ کلي او دوه د امنیتي ځواکونو مرکزونه د دولت د مخالفو وسله والو له جدي ګواښ سره مخامخ دي او یوه مهمه نیوکه دا ده چې تراوسه د دولت د مخالفو وسله والو په وړاندې پراخ عملیات نه دي شوي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دیمې لوا د لومړي کنډک قومندان ضیا‌ء الدین څرګنده کړه:«په نېږدې راتلونکې کې به زموږ عملیات پیل شي او د بغلان خلک به د دغو سترو عملیاتو شاهد وي.

  که څه هم د شفق ۲ عملیاتو په چوکاټ کې د افغان ځواکونو لخوا د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۲۱ عملیات روان دي، خو په راتلونکي کال کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د دغو عملیاتو مدیریت ارزښتمن بلل کېږي.
https://avapress.com/vdccieqs02bq1s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته