دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۲
د مطلب کود : 136241
حکومت له کابل بانک څخه د غلا شویو پیسو په راټولولو کې پاتې راغلی
د افغانستان د شفافیت بنسټ د ملي وحدت حکومت د کابل بانک له پوروړیو څخه د پیسو په ترلاسه کولو کې پاتې ګڼي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس له مخی : د ملي یوالي حکومت د خپل کار په دوه یمه ورځ له کابل بانک څخه د میلیونونو دالرو د وردکیدو د فساد دوسیه بیا پرانیسته. دغې قضیې ته ځانګړې شوې محکمې پرېکړه وکړه، چې په قضیه کې ښکېل کسان، پوروړي او د پانګې غله باید ټولې پیسې حکومت ته وسپاري.

  د افغانستان د شفافیت بنسټ مسوولین وايي، چې د کابل بانک په فساد کې ښکېل کسان له ولسمشرۍ او اجرائيه ریاست سره نږدې اړیکې لري او له همدې کبله د ملي وحدت حکومت نه دی توانیدلی، چې ورکې شوې پیسې راټولې کړي. د افغانستان د شفافیت ادارې رييسسید اکرام افضلي وایي، حکومت د اړوند سکالو په اړه خلک نه خبروي؛ په بېلابېلو بڼو له پیسو یادونه شوې؛ خو د منلو وړ نه ده، ځکه حکومت په دې موضوع کې ښکاره لاس لري او چپتیا یې پرې غوره ګڼلې ده.

  د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وایي، په حکومت کې بېلابېلې سیاسي اړیکو د حکومت مشران بوخت کړي او هېوادني ارزښتونه یې هیر کړئي دي.

  د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال وایي، حکومت ونه شو کولی، چې باد وړې پیسې راټولې کړي.

  له دې ۶ میاشتې وړاندې لویې څارنوالۍ څرګنده کړې وه، چېله کابل بانکڅخه ۹ سوه ۵۰ میلیون دالره ورک شوي، چې پېنځه سوه میلیون دالر یې راټول شوي دي.
https://avapress.com/vdcc0eqss2bq1i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته