د
افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی د العالم شبکی څخه په نقل سره چی سومریه خبری شبکی ته وویل: د داعش ډلی رهبران د موصل په راسته اړخ کی د دری کسه د ځایناستی په اړه خبری کوی چی یو یی عراقی دی.
دا سرچینه ویلی دی چی اوس د البغدادی د ځایناستی خبره شکاره سوی دی او دا خبره د ډیرو خلګو و غوږو ته رسیدلی دی.
دا پوه سرچینه چی وغوښتل نوم یی فاش نه سی وویل: د البغدادی د ځایناستی خبری په اشغال سوی سیمو کی اوس منع نه دی... بلکه اوس د البغدادی د ځایناستی خبری په دی معنی دی چی د البغدادی وروسته نوی مرحله شروع کیږی.
مخصوصآ د هغه د لادرکه کیدلو مصئله په یو دم سره د رهبرانو ترمنځ ډیر سوء ظن منځته راوړی دی او ددی ډلی د عناصرو روحیه کمزوری سوی دی.
د ویلو وړ دی چی البغدادی آخری ځل د یو صوتی فایل په ډول د ۲۰۱۶ کال د نوامبر په دریمه د حضور اعلام وکړ. هغه په دی صوتی فایل کی د خپلو هوادارانو څخه غوښتی وو چی ترکیه او عربستان باندی حمله وکړی. همدارنګه ټینګار کړی وو خلافت به کوم مشکل پیدا نه کړی.