دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۷
د مطلب کود : 136281
حکومت د بهرنيو دسيسو په وړاندې ناکام دی
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، حکومت د بهرنیانو د دسیسو په مخنیوي کې پاتې راغلی او ملي ګټې او د خلکو غوښتنې یې د کمروزي بهرني سیاست قرباني کړي دي.
د افغان غږ خبری آژانس دخبر گزاری له مخی : دوی وایي، په بهرني سیاست کې د اساسي کرښو نشتوالی د دې لامل شوی چې وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره خراب شي. په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس ټینګار کوي، افغانان غواړي چې هېواد کې قومي او ژبنیو جګړو ته لمن ووهي او د دغه حالت دوام به هېواد له کړکېچ او بې ثباتي سره مخامخ کړي. د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، په داسې حال کې چې هره ورځ د هېواد حالت بد تر کېږي، خو حکومت د دغو ننګونو د حل او د خلکو غوښتنو ته په رسیدګي کې بې غوره دی. دوی وایي، د هېواد ستر مسایل سیاسي مشرانو هېر کړي او سیاسي معاملو کې اخته شوي دي. د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي: “حکومت د هېواد په کچه مسايلو ته فکر نه کوي او رهبران په دومره اندازه په خپلو وړو مسايلو کې غرق دي چې ملت يې هېر کړی دی، دوی قانوني مکلفيت لري چې د حکومت اساسي کرښې له ملي ګټو سره سمې جوړې کړي.” په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی ملاتره خېل محمدي وايي: “بايد چې په هېواد کې بنسټيز کارونه وشي، د خلکو او حکومت تر منځ چې کوم واټن راغلی بايد له منځه يوړل شي او تر هغې چې د ستونزو د له منځه وړلو له پاره بنسټيزې حل لارې برابرې نه شي، نو دا ستونزې به نورې هم ډېرې شي.” په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس ټینګار کوي چې د افغانستان دښمنانو سترې دسیسې جوړوي او قومي مسایلو ته لمن وهي، خو حکومت یې کابو کولو کې ناغېړي کوي. د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وايي: “د افغانستان دښمنان د مذهبونو دسيسو ته لمن وهي او طرحه کړې يې دي او د هېواد د دښمنانو کړنو ته په کتو سره حکومت لږکار کړي، په داسې حال کې چې مکلف دي مخه يې ونيسي، که نه د دوی دا دسيسي به د حکومت له پاره ستونزې جوړې کړي.” د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، څو پورې د خلکو اصلي غوښتنې حکومت پوره نه کړي او د وسله والو مخالفینو د پروګرامونو په مخنیوي کې کارنده هڅې ونه کړي، هېڅکله به هېواد کې ثبات رانه شي.
https://avapress.com/vdcg739qqak9wx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته