دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۲
د مطلب کود : 136339
د کابل اوسیدونکی د آوا سره په خبرو اترو کی

د کابل د ښار تاریکوالی او د حکومت او برشنا درواغ وعدی ادامه لری

د کابل د ښار تاریکوالی او د حکومت او برشنا درواغ وعدی ادامه لری
د کابل اوسیدونکی په دی شپه او ورځو کی د بی برقی څخه شکایت کوی او وایی چی د برشنا د صرفیی د مصرف ډیروالی، د برشنا نامتوازن ویښنه، د برشنا د شرکت د همکاری نه موجودیت په وخت کی د اوسیدونکی سره، د برق د صرفیی نه ورکړه د دولتی اشخاصو او نهادو پواسطه د هغه مشکلاتو څخه دی چی د برشنا د نامتوازن کیدو سبب سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، د کابل اوسیدونکی ټینګار لری په دی سره سره چی په تیرو کلو کی د مختلفو هیوادو سره د  کابل د برشنا وضعیت د ښه والی لپاره ډیر قراردادونه امضا سوی دی او میلیونونه ډالره په دی برخه کی په مصرف رسیدلی دی خو تراوسه د برشنا د کموالی مشکل په کابل کی نه دی حل سوی.

نصرالله حمدی د کابل ښار په مکتبو کی یو معلم و افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د ژمۍ په رارسیدو سره، حکومت او د برشنا شرکت د اوسیدونکو سره وعده کوی چی نور بی برقی خاتمه پیدا کړی دی خو دا وعدی د عوامو خلګو خطا ایستنه دی.

هغه اضافه کړ: د برشنا ویښ په کابل کی عادلانه نه دی ځکه چی فقیر اوسیدونکی منطقی د ۲۴ ساعتونو څخه ۳ الی ۴ ساعته پوری برشنا لری خو په هغه منطقو کی چی زورمندان او حکومتی مقامات ژوند کوی ۲۴ ساعته برشنا لری.

ښاغلی حمدی اظهار درلودی: د برشنا مسوولین باید وپوهیږی چی د کابل د ډیرو اوسیدونکو لپاره، د برشنا نشتون په دی یخه هوا کی یو فاجعه دی.

هغه وویل شاید دا برشنا د عالی خلګو لپاره یواځی ددوی د اوسیدونکی د ځای د روشانه کولو او لومړی اړتیا وو د لیری کولو لپاره وی خو په حقیقت کی د اقتصاد د رشد څرخ د انسانی ځواک وروسته، برشنا دی چی بد بختانه حکومت دا هیر کړی دی.

احمد شاه زمانی، د کابل یو بل اوسیدونکی وویل: زه د عکاسی دوکان لرم، هغه وخت چی برشنا ځی د جنراتور پواسطه نه سم کولای خپل ورځنۍ چاری مخته یوسم.

هغه ټینګار وکړ: د برشنا په قطع کیدو سره دکان یی رخصت سوی دی او که قرار وی چی په ورځ کی جنراتور چالانده کړی، باید هره ورځ ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ پوری د تیل لپاره ورکړی.

په داسی حال کی چی وویل زه په ورځ کی ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ افغانیو پوری عواید لرم او نه سم کولای د خپلو مشتریانو لپاره جنراتور روشانه کړم.

هغه وویل چی په تیره اونۍ کی د برق په راتلو او بیرته تلو سره زما څو برقی وسایل سوځول سوی دی.

د حکومت او برشنا شرکت د وعدو په شتون، په کابل کی د برشنا نه شتون هغه مشکل دی چی کلونه کیږی د کابل اوسیدونکی دهغه څخه اندیښمند دی.

اوسیدونکی وایی چی د برشنا شرکت باید په نظر کی ولری چی د برق نه شتون پر اوسیدونکی باندی اضافه مصرفونه تحمیلوی او د برشنا نه شتون ډیر کورنۍ چی کم درآمده دی په دی ژمۍ کی د لوی انسانی فاجعی سره مخامخوی.

په دی حال کی د برشنا شرکت مسوولان وایی: د برشنا د حده ډیر مصرف، ددی باعث سوی دی تر څو د کابل په ښار کی برشنا په وقفه ای توګه قطع سی.

د برشنا شرکت د برشنا د غیری عادلانی ویښ ردوی او وایی د برشنا شرکت په منطقو کی مناسب قیمت تعین کړی دی چی دهیواد په هر ځای کی یوشان دی.

همدارنګه دا شرکت وایی: دا شرکت د برشنا د مصرف د اخیستنی پر طرحی باندی په میاشتنۍ ډول کار کوی.
https://avapress.com/vdcaein6o49nee1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته