دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۷
د مطلب کود : 136343
له امريکا سره امنيتي تړون هېواد له جګړو سره مخ کړی
مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي چې د کابل-واشنګټن د امنیتي تړون د عملي کېدو په هکله د امریکا تګلاره د دې لامل شوې چې په افغانستان کې جګړې زور واخلي.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی : د مشرانو جرګې غړي امریکا په دوه مخي سیاست تورنوي او وايي چې امریکا په لوی لاس نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي. دوی ټينګار کوي چې د کابل-واشنګټن امنیتي تړون د کابل په ګټه نه دی او باید چې په دغه تړون له سره غور وشي او لغوه کړل شي. د مشرانو جرګې ريیس هم د جرګې له نورو غړو سره په یوه خوله دی او وايي چې له قانوني لارو څخه باید د کابل واشنګټن تړون د لغوه کولو هڅې پیل شي.

د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون د ملي یووالي د حکومت په لومړیو کې لاسلیک شو. انګېرنې داسې وې چې ښايي له دغه تړون سره به په افغانستان کې امنیتي حالات ډاډمن شي. د تمو خلاف په افغانستان کې جګړه خوره شوه او د وسله والو محالفینو بریدونو شدت وموند. د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په دې باور دی چې د کابل واشنګټن تړون د افغانستان له پاره هېڅ ګټه نه ده کړې او په کار ده چې دغه تړون لغوه شي.

سناتور رحمت الله اڅکزی وايي: “که امريکا غوښتی افغانستان کې سوله راشي، نو بايد لومړی يې د ګاونډيانو د لاسوهنې لاسونه ورلنډ کړي وای، له امريکا سره چې کوم سياسي تړون شوی بايد و ارزول شي، ان دا چې لغوه دې کړل شي ځکه چې هېواد ته يې هېڅ ګټه نه ده کړې.”

سناتوره آمنه افضلي وايي: “د حکومت د بهرنۍ تګلارې نه لرل د دې لامل شوي چې وضعيت يوم‌البتر شي چې دا موضوعات بايد په جدي توګه وڅارل شي، د دولت بهرنی سياست بايد داسې وي چې هېواد له بهرنيو سياليو خلاص کړي او افغانان نور د بهرنيانو د ګټو قرباني نه شي.”

د مشرانو جرګې رييس هم په امریکا تور لګوي چې د افغانستان په هکله یې سیاست دوه مخی دی او د افغانانو د هیلو خلاف یې سیاست ته دوام ورکړی دی. نوموړی هم ټينګار کوي چې باید له قانوني لارو څخه د کابل واشنګټن په تړون غور وشي او دغه تړون لغوه کړل شي.

د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار وايي: “له امريکا سره چې کوم تړون وشو، داسې ښکاري چې امريکا له افغانستان سره ناځواني کړي او په اوسني حال کې اړتيا ده چې هېواد له دې وضعيت څخه خلاص کړل شي او د جرګې له لارې بايد ياد تړون لغوه اعلان کړل شي.”

د مشرانو جرګې غړي وايي چې امریکا او نړیوالې ټولنې په شپاړسو کلونو کې افغان ځواکونه په پښو ونه درول او داسې یې سمبال نه کړل چې وکولای شي، په خپلواکه توګه له هېواد څخه دفاع وکړي.
https://avapress.com/vdcfjvdymw6dmma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته