دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۷
د مطلب کود : 136345
زابل کې د کابل– کندهار لاره له سره رغول کېږي
د دې ولايت د ټولګټو رياست وايي د دې ولايت په مربوطاتو کې ١٥کيلومېتره سړک بیا رغول کېږي چي ټول لګښت يې د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کېږي.
د افغان غږ خبری آژانس دخبر گزاری له مخی : د کابل–کندهار لويه لاره چې ١٢کاله وړاندې په پاخه او اساسي ډول رغول شوې وه د ماينونو او زياتو بار وړونکو موټرونو له امله يې ډېره برخه ورانه شوې ده تر اوسه يې د بيا رغولو له پاره کوم اقدام نه وو شوى.

د زابل د ټولګټو چارو رياست سرپرست محمد نبي خوشال وايي چې د دې لارې د ١٥کيلومېتره د بيارغولو چارې يې پيل کړې دي چي ټول مالي لګښت يې د ټول ګټو د وزارت له لوري ورکول کېږي.

نبي خوشال زیاتوي: “د دې سړک د اساسي او پاخه جوړولو له پاره ۹۳ميليونه افغانۍ بېلې شوې دي چې په ښه کيفيت به يې ورغوو.”

په ورته وخت کې د دې لويې لارې موټر چلوونکي د لارې د بيارغونې په کار خوښ دي خو وايي دولت دې د دغه سړک پاتې برخې هم ورغوي.

دوی وايي د دې لارې د خرابوالي له امله لسګونه ترافيکي پېښې را منځته کېږي چې په ترڅ کې يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
https://avapress.com/vdchk-nzm23nxxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته