دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۱
د مطلب کود : 136531
د کندهار د وروستي برید سپیناوی د افغان حکومت لپاره مهم دی
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار کندهار ته د خپل یو رسمی سفر پر مهال رسنیو ته وویل: د کندهار د وروستي برید سپیناوی د افغان حکومت لپاره خورا مهم دی او رېښه به یې پیدا کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکارحنیف اتمر وایي، د دغه برید د پلټنو لپاره به د ولسمشر په امر یوه پیاوړې مسلکي ډله وګومارل شي.

د کندهار د اوړمې شپې چاودنه د والي په ځانګړي میلمستون کې رامنځته شوې، چې د اماراتو سفیر او نورو دیپلوماتانو په ګډون یو شمېر دولتي چارواکي د ښاغلي والي همایون عزیزي میلمانه ول.

ښاغلي اتمر زیاته کړې؛ په دې برید کې له داسې چاودیدونکیو توکو کار اخیستل شوی، چې په افغانستان کې مخینه نه لري او نه تر اوسه په رامنځته شویو چاودنو کې کاریدلي دي.

حنیف اتمر ویلي؛ لومړنۍ نښې نښانې ښيي، دغه برید له هېواد نه بهر زمونږ د بهرنیو دښمنانو په ملاتړ تنظیم او زموږ پر هېوادوالواو ډېرو درنو میلمنو ترسره شوی.

اتمر په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو په کابل کې ښځې او ماشومان ووژل او د برید مسوولیت یې په زغرده و مانه؛ خو برعکس د کندهار د برید مسوولیت نه مني؛ خو زه دا وایم د دغو ټولو بریدونو مسوولیت د وسلوالو پرغاړه دی.

حنیف اتمر دا هم څرګنده کړې؛ د کندهار چاودنې د پلټنو مهم ټکی به دا وي، چې بریدګر څنګه وتوانیدل د والي کور ته لار ومومي او په کومه برخه کې زموږ امنیتي ځواکونو تېروتنه کړې.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق تېره ورځ ويلي وه؛په دغه چاودنه کې، چې چاودیدونکي توکي په کوچ کې ځای پرځای شوي وه د کندهار والی همایون عزیزي او په کابل کې د متحده عرب اماراتو دسفیر په شمول ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دې پېښه کي د ولایت مرستیال عبدالعلی شمسي، د ولسي جرګې غړی بازمحمد جوزجاني، د مشرانو جرګې غړی سراج الدین سفري، د کندهار د بهرنیو چارو رییس شاه احمد سعید، په امریکا کي افغان دیپلومات یما قریشي او د شپږ عرب دیپلوماتانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان زیاتوي؛ دی له دې غونډې د ماخوستن د لمانځه له پاره وتلی و او چاودنه په هغه کوچ کې شوې، چې دی پرې ناست و.

هغه دا هم ویلي، چې په دي تړاو د ولایت پېنځه کارمندان نیول شوي او څېړني ترې روانې دي.

طالبانو د کندهار د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستې.

د ولسي جرګې د یو شمېر غړیو په باور د ملي امنیت شورا سلاکار باید د مسوولینو وظیفوي غفلت یوه تېروتنه ونه بولي.

ځینې کارپوهان وایي، د درې امنیتي ادارو تر منځ چارو کې نه همغږي د دې سبب کیږي، چې وسلوال مخالفین خپلو موخو ته نږدې شي.

د ملي امنیت سلاکار، د خپل یو ورځني سفر په پای کې، د جوزجان ولایت د وکیل شهید باز محمد جوزجاني او په مشرانو جرګه کې د فاریاب ولایت د سناتور سراج الدین صفري جنازې هم کابل ته راولیږدولې او د هغوی وارثانو ته وسپارل شوې.

د ملي امنیت سلاکار، به ډېر ژر د لومړنیو ارزونو او موندنو راپور ولسمشر غني ته وړاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د کندهار والي او د متحدو عربي اماراتو د سفیر روغتیایي وضعیت په بشپړه توګه د ډاډ وړ دی.
https://avapress.com/vdcexp8zzjh8xni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته