د
افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی :
ولسمشر د دغو سرتېرو بچو ته د سرپنا لپاره د نمرو د ورکړې امرکړی؛ ښاروالۍ وېشلي، خو زورواکو غصب کړې دي
د ننګرهار ښاروال حمیدالله افغان وايي، حکومت د سرخ دیوال په سیمه کې چرخي کورنۍ ته د نورې ځمکې په بدل کې د ۱۲۵۰جریبه ځمکې قباله ورکړې؛ خو یو شمېر کسانو په همدې بهانه پېنځه زره جریبه ځمکه نیولې، چې د سرتېرو نمرې هم په کې دي.
د جلال آباد ښاروالۍ د وژل شویو سرتېرو وارثینو ته د پیسو په بدل کې د نمرو اویزونه ورکړي؛ خو ځمکې او نمرې یې نورو کسانو غصب کړي او دوی نه پریږدي، چې کورونه په کې جوړ کړي.
د وژل شویو سرتېرو د کورنۍ غړي هم وايي، اوېزونه په لاس لري، ښاروالۍ ته یې پیسې تحویل کړي؛ خو ځمکه یې زورواکو غصب کړې ده.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی د دې ستونزې پخلی کوي؛ خو وايي، چې د حل لپاره یې پر یو لړ اقداماتو لاس پورې کړی دی.
د پخوانی والي سلیم خان کندوزي په وخت کې د غصب په سیمو کې حکومت تر یوه حده د رغونې چارې بندې کړې وې؛ خو د نوي والي په راتلو د غصب لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او په غصب شویو سیمو کې هم د رغونې چارې پیل شوې دي.