دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۴:۰۵
د مطلب کود : 136656
داعش د پوهنی وزارت څوارلس استازان او کارمندان په ننګرهار کی تښتولی دی
په داسی حال کی چی خبری سرچینی په ننګرهار کی د یو دینی مدرسی څخه د استازانو د تښتولو څخه خبرورکړ، د پوهنی وزارت اعلام کړ: ددی وزارت ۱۴ تنه استازان او کارمندان د داعش له لوری په ننګرهار کی تښتول سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په خبرګزاری سره، د ننګرهار ولایت پوهنی ریاست خبر ورکړی دی چی یادسوی کسان د ورځی په ۱۱ بجی د مشر ملا صاحب د مدرسی څخه د څلورنیم میاشتنۍ آزموینی د اخیستو په جریان کی تښتول سوی دی.

د پوهنی وزارت دا عمل غندلۍ دی او همدارنګه د امنیتی ځواکونو او سپین ژیرو څخه غوښتۍ دی ترڅو د پوهنی وزارت د استازانو او مامورینو د خلاصون لپاره ددی وزارت سره مرسته وکړی.

مامورین او استازان چی تښتول سوی دی د پوهنی او دینی مدرسی خدمتګاران وو او دهغوی تښتونه هیڅ ډول دلیل نه لری.

د پوهنی وزارت د اطلاعیی په اساس، غلام عبدالرحمن د سیف الرحمن زویر سرمعلم، عبدالولی د امیر خان زوی، قاری شیرین د شاه زرین زوی، عبدالکریم د محمد قیوم زوی، محمد حکیم د محمد کریم زوی، نظام الدین د قرار الدین زوی، سید محمد د سید محمد زوی، سید قاسم د سید عبدالوهاب زوی، محمد الدین د عبدالستار زوی، عبدالقیوم د فضل الرحمن زوی او مسلم شاه د عبدالنصیر زوی استازان، هدایت الله او مبین تښتول مامورین وو چی تښتول سوی دی.
https://avapress.com/vdccpeqse2bq1e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته