دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۴:۱۰
د مطلب کود : 136657
هلمند ولایت کي ۲۵ تنو وسله والو وژل شوی دي
د هلمند ولایت موسی قلا ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د طالبانو مهمو قومندانانو او مشرانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې څلور تنه پاکستاني وګړي هم پکې شامل دي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتي دفترنه خبرشوی په خبرپانه کی راغلی دی، هوايي برید پرون ترغرمۍ وروسته د موسی قلا ولسوالۍ په «بازار» کې د طالبانو پر یوې مهمې او لويې غونډې شوی دی.

سرچنیوزیاتیوی، په دې برید کې د پاکستان د استخباراتي شبکې د دوه تنو په ګډون ۱۵ وسلوال مخالفین وژل شوي، چې د طالبانو د والي مالي مسول ملا طاهر، د طالبانو د جلب او جذب مسول حاجي ناصر، د نظامي قطعې مسول حاجي خادم، نهرسراج ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال حاجي روحاني، د کندهار ولایت لپاره د طالبانو نظامي مسول ملا صادق آغا، اروزګان لپاره د طالبانود والي مرستیال حاجي خالد او یوشمیر نور طالب وسلوال پکې شامل دي.

په خبرپانه کی راغلی دی، په همدې حال کې د یاد هوايي برید په ترڅ کې ۱۵ تنه وسلوال مخالفین ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې د پاکستان د استخباراتي شبکې دوه تنه هم پکې شامل دي.

دهلمند ولایت مبطوعاتی دفتر زیاتویی، د بهرنیو ځواکونو په یاد هوايي برید کې دغه راز د طالبانو ۸ بیلا بیل ډوله موټرې، ۳ هاموي ټانګونه، یو رینجر موټر، ۱۸ میله پیکا، څلور راکټ انداز، ۳ هاوان ، څلورSPG9، او ۲۵ میله کلاشینکوفونه لمنځه وړل شوي دي.
https://avapress.com/vdcdk90f5yt0s96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته