دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 136770
دکندهارولایت حمله په کوټه کې طراحي شوي وه
امنیتي چارواکي ویلی، لومړنۍ نښې نښانې ښيي چې د قندهارولایت حمله له هیواد د باندې متاسفانه پلان شوې وه.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د ملي امنیت لوی ریاست ویاند حسیب صدیقي په یوه خبرپاڼه کې پرون ویلي، چې دغه برید د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې طراحي شوی وه. سرچینوزیاتیوی، د امنیتي اورګانونو ګډ لوړرتبه تحقیقاتي پلاوی د متحده عربي اماراتو او د څېړنې لپاره د نړیوالو امنیتي ځواکونو د ګومارل شویو تحقیقاتي ټیمونو په همکارۍ په کندهارولایت کې هر اړخیزو تحقیقاتو ته دوام ورکوي. هغه وایی، لومړنۍ څېړني ښيي، چې په یادولایت کې وروستی برید په کوټه کې طراحي شوی وه.
https://avapress.com/vdcjamevyuqetaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته