دکندهارولایت حمله په کوټه کې طراحي شوي وه

29 جدی 1395 ساعت 8:47

امنیتي چارواکي ویلی، لومړنۍ نښې نښانې ښيي چې د قندهارولایت حمله له هیواد د باندې متاسفانه پلان شوې وه.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د ملي امنیت لوی ریاست ویاند حسیب صدیقي په یوه خبرپاڼه کې پرون ویلي، چې دغه برید د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې طراحي شوی وه. سرچینوزیاتیوی، د امنیتي اورګانونو ګډ لوړرتبه تحقیقاتي پلاوی د متحده عربي اماراتو او د څېړنې لپاره د نړیوالو امنیتي ځواکونو د ګومارل شویو تحقیقاتي ټیمونو په همکارۍ په کندهارولایت کې هر اړخیزو تحقیقاتو ته دوام ورکوي. هغه وایی، لومړنۍ څېړني ښيي، چې په یادولایت کې وروستی برید په کوټه کې طراحي شوی وه.


د مطلب کود: 136770

دمطلب پته: https://www.avapress.com/ps/news/136770/دکندهارولایت-حمله-په-کوټه-کې-طراحي-شوي-وه

آوا
  https://www.avapress.com