د عراق دولتی ځواکونه وتوانیدی چی د موصل ختیځ، د داعش یادسوی پایتخت په عراق کی، په پوره توګه آزاد کړی.
د موصل ختیځ، د داعش په واسطه یادسوی پایتخت آزاد سو
30 جدی 1395 ساعت 3:40
د عراق دولتی ځواکونه وتوانیدی چی د موصل ختیځ، د داعش یادسوی پایتخت په عراق کی، په پوره توګه آزاد کړی.
د آوا په خبرګزاری د پرس تی وی په نقل سره، عراقی ځواکونه نن سهار د الدوله لوی مسجد ته وارد سو چی یو وخت ابوبکر البغدادی، د داعش تروریستی ډلی مشر په هغه کی خطبه ویلی وو او عراقی ځواکونه وتوانیدی چی هلته د عراق بیرق اوچت کړی.
د بیانیو په اساس، ځینی اسناد او مدارک د موصل په ختیځ کی په داعش ډلی پوری مربوط کشف سوی دی او د عراق اطلاعاتی ماموران د هغه د تحلیل په حال کی دی.
د عراق د قوماندانانو د خبرو په اساس، دولتی ځواکونه خپل ټول فکر د موصل د پوره آزادی لپاره معطوف کړی دی.
د موصل د آزادونی عملیات، د نینوا ولایت مرکز، د ۱۳۹۵ کال د میزان په ۲۶ د عراق د لس هاوو زرو اردو او پولیسو په شرکت کولو سره او د خلګو د بسیج ځواک سره او د کرد ځواکونو سره، شروع سو.
حیدر العبادی، د عراق لومړی وزیر، چی مخکی وعده ورکړی وو موصل، د عراق دوهم لوی ښار، د میلادی تیر کال تر پایه پوری به په پوره توګه آزاد سی، په تازه ګی سره اعلام کړی دی چی ددی ښار د پوره آزادولو لپاره دری میاشتی وخت ته نور هم اړتیا سته.
د مطلب کود: 136833